د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپريم کورټ‌د امريکايي‌خبريال په وژنې تورنو کسانو د خوشې کولو حکم کړی


عمر سعيد شېخ په ۲۰۰۲ز کال کې په کراچۍ کې د پولیسو له خوا جېل ته بیول کېږي.
عمر سعيد شېخ په ۲۰۰۲ز کال کې په کراچۍ کې د پولیسو له خوا جېل ته بیول کېږي.

د پاکستان سپریم کورټ د هغه برتانوي نژاده تن د بري کېدو خلاف اپیل رد کړی چې په ۲۰۰۲ز کې د امریکايي ورځپاڼې وال سټریت جرنل خبریال ډېنيل پرل د وژنې په تور ورته سزا اورول شوې وه.

د سپریم کورټ درې کسیزې جرګګۍ د جنورۍ په ۲۸مه د احمد عمر سعید شېخ د خوشي کولو حکم وکړ.

عمر شېخ چې د لندن سکول اف اکنامکس پخوانی زده کوونکی و، په ۲۰۰۲ز کال کې تر ګرفتارېدو پس ورته د ترهګرۍ ضد عدالت د مرګ سزا اورولې وه.

په دې تور دريوو نورو کسانو ته د عمر قید سزا اورول شوې وه. د مرکزي ملزم وکیل، محمود شېخ او صوبايي اټارني جنرل ، د سپریم کورټ د فیصلې په اړه ويلي چې عدالت د دغو دریو نورو د بري کولو حکم هم کړی دی.

د ډېنيل پرل د کورنۍ وکیل په بیان کې د عدالت پرېکړه په بشپړ ډول په انصاف ملنډې وهل بللي دي او ویلي یې دي چې د دغو قاتلانو خوشې کېدل په پاکستان او نورو سیمو کې د خبریالانو ژوند ته ګواښ پېښوي.

۳۸ کلن ډېنيل پرل د ۲۰۰۲ز کال په جنورۍ کې په کراچۍ کې هغه وخت و تښتول شو کله چې یې اسلامپاله وسله والو په اړه د رپورټ لپاره تحقیق کاوه. یوه میاشت وروسته د هغه د وژنې یوه ویډیو په کراچۍ کې د امریکا قونسلګرۍ ته و لېږل شوه.

د يادونې وړ ده چې د کراچۍ يو عدالت شېخ ته د مرګ او پاتې دريوو کسانو ته د عمر قید سزاوې اورولې وې خو د هغوی وکیل یې پر ضد په سند های کورټ کې درخواست ورکړ چې د دوی په خلاف کافي ثبوتونه نشته نو ځکه دې خوشې شي.

خو د سند های کورټ د دیسمبر پر ۲۴مه د هغه پر وژنې تور عمر سيعد شېخ او ورسره نورو دريوو ملګرو فهد نسیم، سید سلیمان ثاقب او محمد عادل د خوشي کولو حکم کړی وو او ويلي یې وو چې د هغوي پر ضد ثبوتونه کافي نه دي.

البته په فېصله کې یې زیاته کړې وه چې حکومت دې د دغو څلورو کسانو نومونه د ممنوع الخروج کسانو یا اېګزېټ کنټرول په لېسټ کې واچوي.

خو صوبايي حکومت عامه نظم ته د خطر د مخنيوي پر بنياد د هغوی د بندي ساتلو امر وکړ. د پاکستان وفاقي حکومت هم د سیند د حکومت امر تایید کړ او له هغه وخت راهیسې یې حکومت د بند موده د درو میاشتو لپاره غځوله.

په ۲۰۱۱ز کال کې د واشنګټن په جارج ټاون پوهنتون کې د "پرل پروژې" په نوم په یوه څېړنیز رپورټ کې دعوه شوې وه چې د پرل د مړینې په قضیه کې ناسمو کسانو ته سزاوې اورول شوي.

په څېړنه کې دا دعوه هم شوې وه چې پرل اصلاً د خالد شېخ محمد لخوا وژل شوی وو. محمد پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د بریدونو مشکوک پلانوونکی دی.

هغه په ۲۰۰۳ز کال کې په پاکستان کې نیول شوی وو او اوسمهال په کیوبا کې د امریکا په ګوانتانامو بې زندان کې بندي دی.

XS
SM
MD
LG