د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریال ډینییل پرل مور او پلار د سیند های کورټ فیصلې ضد درخواست وکړ


د ډینییل پرل (ښي خوا ته انځور) پلار جوډیا په ۲۰۰۷ز کال کې د وینا پر مهال
د ډینییل پرل (ښي خوا ته انځور) پلار جوډیا په ۲۰۰۷ز کال کې د وینا پر مهال

په ۲۰۰۲ز کال کې په پاکستان کې د وژلي امریکايي خبریال ډینییل پرل مور او پلار د پاکستان له سپریم کورټه غوښتنه کړې چې د نوموړي په وژنه د تورنو کسانو خوشې کولو په اړه دې د سیند های کورټ پرېکړه وځنډوي.

د نوموړي پلار جوډیا او مور روت پرل د مې پر دویمه په سپریم کورټ کې درخواست دایر کړ.

دا تر هغې وروسته ده چې د اپرېل پر دویمه سیند های کورټ د ډینییل پرل د وژنې په تور د نیولي احمد عمر سعید شیخ د مرګ سزا ختمه کړه او د درو نورو تورنو کسانو د خوشې کولو امر یې ورکړ.

د پرل په وژنه تورن احمد عمر سعید شیخ عدالت ته ځي
د پرل په وژنه تورن احمد عمر سعید شیخ عدالت ته ځي

ډینییل پرل څوک وو؟

های کورټ په خپله فیصله کې شیخ یوازې د پرل په تښتونه مجرم وباله او ورته یې د اووه کاله بند سزا واوروله.

خو د ډینییل پرل مور و پلار په خپل غوښتنلیک کې ویلي چې سیند های کورټ د وړاندې شویو شهادتونو سم جاج نه دی اخیستی.

د پاکستان حکومت هم ویلي ول چې د پرېکړې ضد سپریم کورټ ته درخواست کوي.

د وال سټریټ ژورنال خبریال پرل د ۲۰۰۲ز کال په فبرورۍ کې په کراچۍ کې تر تښتول کېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته وژل شوی وو.

د اپرېل پر درېیمه د جنوبي او مرکزي اسیا چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز په یوه بیان کې د سیند های کورټ فیصله وغندله خو د پرېکړې ضد یې د پاکستاني حکومت د اپیل کولو اعلان هرکلی وکړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG