د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د خبریالانو وژونکي نه سزا کېږي: خبریالانو ژغورنې سازمان


د ډیوه راډيو خبریال مکرم خان عاطف په ۱۷ م جنوري ۲۰۱۲م کال په مومندو کې د وسله والو لخوا ووژل شو.
د ډیوه راډيو خبریال مکرم خان عاطف په ۱۷ م جنوري ۲۰۱۲م کال په مومندو کې د وسله والو لخوا ووژل شو.

خبریالانو ژغورنې سازمان (کمیټي‌ ټو پروټیکټ جرنلسټس) د اکتوبر پر ۲۸مه د ګلوبل امپیونټي‌ انډیکس په نوم د هغو هیوادونو فهرست خپور کړ چې د خبریالانو په وژنو کې ککړ کسان پکې له سزا بچ پاتې کیږي‌.‌

د ۲۰۲۰م کال د ادارې فهرست د تېر کال پرتله لږ بدل دی.‌ په ۲۰۱۹ز کال پاکستان په دغه فهرست کې پر اتم نمبر و، سږ کال پاکستان پر نهم نمبر دی. خو د خبریالانو د تحفظ لپاره کارکوونکي وايي‌ چې په دغه فهرست کې د پاکستان موجودیت د اندېښنې وړ خبره ده او ښکاره کوي‌ چې په دغه هیواد کې خبریالان د خپل کار له وجې وژل کیږي او تحفظ نه لري.‌

وروستی مثال یې په بلوچستان کې د خبریال او فعال انور جان کېتراڼ وژنه ده هغه د جولای پر ۲۳مه د بلوچستان په بارکان سیمه کې نامعلومه وسله والو ووژلو. یوه بله خبریاله عروج اقبال د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې په لاهور کې وژل شوې وه.

په پاکستان کې د خبرېالانو تحفظ لپاره کارکونکې غېر سرکاري تنظيم فريډم نېټ ورک یو چارواکی عدنان رحمت وايي د خبریالانو د تحفظ ذمه واري د حکومت ده خو په پاکستان کې په تېرو څلورو کالو کې خبریالانو ته تر ټولو لوی ګواښ د ریاست لخوا دی.

(( زموږ له معلوماتو سره سم په ۲۰۱۸-۲۰۱۹م کې د ۱۷ خبریالانو خلاف قانوني مقدمې درج شوې.‌ په دې کې ۸۸ فیصده کېسونه حکومت جوړ کړي وو‌.‌ نو په پاکستان کې خبریالانو ته لوی ګواښ ریاست دی‌.‌ د سي‌ پي جې فهرست دا نه وايي چې دا ګواښ‌ د چا له طرفه دی. د ۲۰۱۳نه د ۲۰۱۹م کال پورې په پاکستان کې د ۳۶ خبریالانو و وژنې کېسونه درج شوي.‌ په پاکستان کې د کال ۲۰۰۰ نه راپدیخوا ۱۴۷ خبریالان وژل شوي‌دي.‌ په هغې کې یوازې د ولي خان بابر او ډینییل پرل قاتلانو ته سزا خو واورول شوه خو دا چې د سزا خلاف اپیلونه وشول نو تر اوسه ورته سزا ورکړل شوی نه ده. نو ځکه په دې کې هیڅ انصاف نشته او ۱۰۰ فیصده استثنی ده. که د خبریالانو خلاف څوک څه قسمه بریدونه هم وکړي نو په اسانه ترې بچ پاتی کېدای شي.‌ د پاکستان ریاست د خبریالانو تحفظ باوري کولو کې پاتې راغلی دی. که صحافیان خوندي نه وي‌ نو میډیا خو ازاده نه شوه.‌ چې چرته رسنئ ازادې نه وي نو د جمهوریت په معیار ډېرې غټې پوښتنې راولاړیږي.))‌ ‌‌

د کمیټي‌ ټو پروټیکټ‌ جرنلسټس شمېرې ښیی چې په پاکستان کې ۱۹۹۲ز کال راهیسې تراوسه ۶۱ خبریالان وژل شوي دي. عدنان رحمت وایي‌ د سي‌پي جې د فهرست کرایټیریا محدوده ده خو که د مختلفو ادارو څیړنو ته وکتل شي نو ټول دې نتیجې ته رسیږي‌چې پاکستان د خبریالانود کار او ژوند لپاره یو خ‍طرناک هیواد دی.‌

په پاکستان کې د خبريالانو د وژنې سربېره د هغوی د وهلو ټکولو او تښتولو پېښې هم وخت په وخت مخې ته راځي.‌ په دا وروستيو کې د جولای پر ۲۱مه د پاکستان يو پېژندل شوی خبریال مطيع الله جان نامعلومه کسانو په اسلام اباد کې برمته کړ او ۱۲ ساعته وروسته یې خوشي کړ.

په پاکستان کې د بې پولې خبریالانو سازمان استازی اقبال خټک وايي‌ د سي پي‌ جې دغه فهرست کې د پاکستان نوم راتلل د دوی د هغو اندېښنو څرګندونه کوي‌ چې د صحافیانو د ژوند په اړه یې دوی لري.‌

(( هغه کسان چې ژورنلسټان وژني،‌تښتوي یې،ورباندې ګوزارونه کوي یا یې له کاره د ویستلو کوشش کوي،‌ هغوی ته سزا نه ملاویږي.‌د سزا نه ملاوېدو له امله هغو خلکو ته مرسته حاصلیږي او د صحافیانو د وژنې او یا ورباندې د ګوزارونو پېښې نه دریږي. موږ ګڼو چې باید په پاکستان کې د دې لپاره قوانین جوړ شي څو هغوی ته د عدالت له لارې انصاف ملاو شي ))‌‌

د پاکستان حکومت په بیا بیا پر ځان لګیدلي‌ تورونه رد کړي او وايي‌ چې په هیواد کې رسنئ ازادې دي او د بیان پر ازادئ باور لري. حکومت د ۲۰۱۹ز کال په سېپټېمبر میاشت کې اعلان کړی و چې له مطبوعاتو او خبريالانو سره اړونده کېسونو څېړلو لپاره ځانګړي عدالتونه جوړوي.

خو په پاکستان کې د خبریالانو د تخفظ کارکوونکي‌وايي دا یوازې د اعلان پورې محدود دی او تر اوسه عملي‌کار نه دی شوی.‌ دوی غوښتنه کوي چې د خبریالانو د تحفظ لپاره د قوانینو جوړولو ژمنې دې پوره کړي‌

XS
SM
MD
LG