د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپريم کورټ د عمر شېخ د خوشې کولو حکم سم وباله


عمر شېخ
عمر شېخ

د پاکستان سپريم کورټ د امریکايي خبر یال، ډېنيل پرل په وژنه کې، د تورن احمد عمر شېخ د خوشي کولو پر ضد د سند صوبې حکومت درخواست رد کړ. سپريم کورټ نن (د جنورۍ په ۲۵مه) د سند های کورټ هغه پرېکړه پر ځای وساتله چې تېر کال یې د عمر شېخ او دريوو نورو ملګرو د خوشي کولو لپاره کړې وه.

د سيند های کورټ د دوه کسیزه ججانو بنچ د ډېسېمبر پر ۲۴مه په فیصله کې البته ویلي چې حکومت دې د څلورو کسانو احمد عمر شیخ، فهد نسیم، سید سلیمان ثاقب او محمد عادل نومونه د ممنوع الخروج کسانو یا اېګزېټ کنټرول په لېسټ کې واچوي.

پر دغو کسانو تور دی چې د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خبريال، ډينيل پرل یې لومړی تښتولی او بيا وژلی وو. يو عدالت شېخ ته د مرګ او پاتې دريوو کسانو ته د عمر قید سزاوې اورولې وې خو د هغوی وکیل یې پر ضد په های کورټ کې درخواست ورکړ چې د دوی په خلاف کافي ثبوتونه نشته نو ځکه دې خوشې شي.

د سیند های کورټ په اپرېل کې د څلور واړو د سزاګانو ختمولو او خوشې کولو امر کړی وو. خو صوبايي حکومت عامه نظم ته د خطر پر اساس د هغوی د بندي ساتلو امر وکړ. د پاکستان وفاقي حکومت هم د سیند د حکومت امر تایید کړ او له هغه وخت راهیسې یې حکومت د بند موده د درو میاشتو لپاره غځوله.

د سیند های کورټ د قضیې تر اورېدنې وروسته د دیسمبر پر ۲۴مه د حکومت امر ناقانونه عمل وباله او ویې ویل چې شیخ او نور کسان دې خوشې شي. خو صوبايي حکومت د دې پرېکړې پر ضد په سپريم کورټ‌کې اپېل وکړ.

۳۸ کلن ډينيیل پرل په ۲۰۰۲کې په کراچۍ کې ورک شوی وو او بیا یې یو میاشت وروسته مړی موندل شوی وو.

په ۲۰۱۱کال کې د واشنګټن په جارجټاون پوهنتون کې د "پرل پروژې" په نوم په یوه څېړنیز رپورټ کې دعوه شوې وه چې د پرل د مړینې په قضیه کې ناسمو کسانو ته سزاوې اورول شوي. په څېړنه کې دا دعوه هم شوې وه چې پرل اصلاً د خالد شېخ محمد لخوا وژل شوی وو. محمد پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د بریدونو مشکوک پلانوونکی دی. هغه په ۲۰۰۳کال کې په پاکستان کې نیول شوی وو او اوسمهال په کیوبا کې د امریکا په ګوانتانامو بې زندان کې بندي دی.

XS
SM
MD
LG