د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان نوی وزیراعظم شهباز شريف له کومو چيلېنجونو سره مخامخ دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:05 0:00

د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف د اپرېل پر ۱۲مه نېټه د پاکستان قامي اسمبلۍ وزیراعظم وټاکه. تر دې وړاندې اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۰مه نېټه د نه باور تحريک له لارې د تحريک انصاف مشر عمران خان د لومړي وزیر له څوکۍ لیرې کړ. عمران خان څه باندې درې نيم کاله واکمن وو. د هغه د حکومت مخالفه ګوندونو به تور پورې کاوه چې د عمران خان په واکمنۍ کې د هېواد اقتصاد خراب شوی، سياسي او د رسنیو ازادۍ محدودې شوې دي. اوس چې شهباز شريف د وزیراعظم په توګه په رسمي توګه کار پیل کړی نو پوښتنه دا ده چې هغه له کومو چيلېنجونو سره مخامخ دی؟ دا پوښتنه مو په مشال تر رڼا لاندې بحث کې له پوهانو سره څېړلې چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د پاکستان سياسي کړکېچ: د ګوندونو او سپريم کورټ رول او چیلېنجونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:01 0:00

په پاکستان کې د اپرېل پر درېيمه نېټه د قامي اسمبلۍ د ډېپټي سپیکر قاسم شاه سوري له خوا د غونډې پر مهال د وزیراعظم عمران خان پرضد د اپوزیشن د عدم اعتماد تحريک ردولو اقدام په هغه هېواد کې سياسي کړکېچ زېږولی دی. تر دې ګام وروسته، ولسمشر ډاکټر عارف علوي د عمران خان په سپارښتنه قامي اسمبلۍ ماته کړې ده. دې وضعيت په پاکستان کې د قانون واکمنۍ او د هغه هېواد سياسي نظام په اړه بحثونه پارولي دي. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له کارپوهانو سره په دې کړکېچ کې د ګوندونو او سپریم کورټ پر رول او ننګونو بحث شوی دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG