د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان قامي اسمبلۍ، سېنېټ او د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د فاټا اصلاحاتو مسوده منظوره کړې ده چې پکې د يو لړ نورو اصلاحاتو ترڅنګ فاټا په خېبر پښتونخوا ګډه کړل شوې.

خو دا قانون به هغه وخت عملي شي چې کله د پاکستان ولسمشر ورباندې لاسليک وکړي.

د دې قانوني مرحلې تر بشپړېدو وروسته ولسمشر ممنون حسين د فاټا ګورنېنس ارډينېنس ۲۰۱۸ م په نوم يو صدارتي فرمان جاري کړی دی.

د دې فرمان له مخې د قبايلي سيمو د انتظامي نظام چلولو لپاره چې کوم کړه وړه بيان شوي د هغه په اړه ځينو کارپوهانو پوښتنې راپورته کړې دي.

دوی وايي چې په دې فرمان کې تش نومونه بدل شوي خو واک او اختيار هم هغسې دی لکه چې په پخواني نظام کې وو.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې هم د ارډينېنس په اړه د راپورته شويو دغو پوښتنو د ځوابولو کوښښ شوی دی.

مېلمانه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د خېبر استازی حاجي شاه جي ګل اپرېدی او په پېښور کې د غير حکومتي ادارې سېنټر فار ګورنېنس اېنډ پبلیک اکاونټېبلېټي مشر انور يوسفزی دي.

د قبايلي سيمو په اړه د ولسمشر تازه فرمان کې څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان کابينې د فاټا په خېبر پښتونخوا د ورګډولو د پلان منظوري ورکړې ده.

غونډه د د سېشنبې پر ورځ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشری په اسلام اباد کې وشوه.

ټاکل شوې ده چې سبا ياني د زيارت په ورځ به په دې اړه يو قانون قامي اسمبلۍ ته وړاندې شي.

د تېرې خالي په ورځ د پاکستان ملي امنيت کمېټۍ د فاټا اصلاحاتو منظوري ورکړې وه.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د فاټا په خېبر پښتونخوا د ګډولو مسله لانجمنه ده.

په اصلاحاتو کې د سپريم کورټ او های کورټ دايره کار فاټا ته غځول هم شامل وو چې د پارلېمان منظوري ورکړې خو د ځايي خلکو او فعالانو په وينا ورباندې لا هم عمل نه دی شوی.

پوښتنه دا ده چې که فرض کړه فاټا پر خېبر پښتونخوا ورګډه کړل شي نو ايا د دې لپاره څه عملي پلان شته هم او که څنګه؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د قبايلي سيمو د برخليک په اړه د فاټا ايمپاورمنټ فورم په نوم سازمان يو مشر برېګېډيير سيد نذير او د فاټا يوت جرګې مشر ارشد اپرېدي سره څېړل شوي دي.

د فاټا پر خېبر پښتونخوا د ورګډولو لپاره عملي پلان شته؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG