د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان ډان ورځپاڼې د شنبې پر ورځ د مسلم ليګ (ن) له رهبر نواز شريف سره ځانګړې مرکه کړې وه چې پکې له نوموړي څخه و پوښتل شو چې ولې له واکه ليرې کړل شو؟

ډان ليکي چې نواز شريف د مخامخ ځواب ورکولو پرځای د پاکستان د خارجه او امنيتي چارو په اړه خبرې شروع کړې.

د ورځپاڼې په وينا نوازشريف په دې لړ کې د ممبۍ د ترهګر بريد ذکر وکړ او پوښتنه يې راپورته کړه چې د پنډۍ د ترهګر ضد عدالت کې د ممبۍ بريدونو مقدمه ولې سرته نه ده رسول شوې؟

هغه ورپسې زياته کړه چې وسله والې ډلې اوس هم فعاله دي چې ورته د غير رياستي عناصرو نوم ورکول کېږي.

نوازشريف وويل چې ايا دغو وسله والو ډلو ته دا اجازه ورکول پکار ده چې د سرحد هغې غاړې ته واوړي او د ممبۍ په ښار کې ۱۵۰ کسان و وژني.؟

د نوموړي دغه څرګندونې له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان د سياست د بحث تاوده موضوع ګرځېدلې ده.

دا ځکه چې د هند ميډیا د نوموړي دا خبرې خپرې کړې او دا تعبير دا وکړ چې ګواکې د نوازشريف منلې چې پاکستان د ممبۍ په حملو کې لاس درلود.

خو د پاکستان رسمي دريځ دا دی چې د ممبۍ په بريدونو کې هيڅ لاس نلري.

اپوزيشن ګوندونه تور لګوي چې نوازشريف په داسې خبرو کولو سره د پاکستان ملي ګټو ته تاوان رسولی دی.

په دې لړ کې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د دوشنبې پر ورځ د پوځ په سپارښتنه د ملي امنيت کمېټې غونډه را وبلله.

وروسته د وزيراعظم له دفتره په خپور شوي بيان کې و ويل شو چې په ډان ورځپاڼه کې خپور شوی بيان غلط او ګمراه کوونکی دی.

خو په عين وخت کې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وويل چې د ملي امنيټ کمېټۍ د غونډې مقصد د نوازشريف له خولې چې کومې غلطې خبرې خپرې شوې وې د هغو ردول وو.

که يو طرف ته شاهد خاقان عباسي د هېواد وزيراعظم دی نو بل لور ته د واکمن مسلم ليګ مهم مشر او د نوازشريف وفادراه ملګری دی.

دده هم دغو حېثيتونو هغه له يو امتحان سره مخامخ کړی دی؟

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د وزيراعظم هم دغه امتحان او پر هغه شته فشار څېړل شوی دی.

ميلمانه مو په اسلام اباد او کراچۍ کې خبريالان او څېړونکي حسن خان او نويد حسين دي.

د نواز شريف د ممبۍ حملو په اړه څرګندونې او د پاکستان د وزيراعظم امتحان؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان د اوسني حکومت اييني موده د مې تر پایه ختمېږي.

وزيراعظم شاهد خاقان عباسي اعلان کړی چې د روانې میاشتې تر ۳۱ مې نېټې پورې به د فاټا په اړه د ايين په ۲۴۷م ماده به ختمه کړي.

ددې مادې له مخې د فاټا په اړه ټول واک و اختيار يوازې له ولسمشر سره وي.

دا اقدام د فاټا اصلاحاتو برخه ده چې ورباندې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې شخړه روانه ده.

د اصلاحاتو په تړاو حکومت ځينې اقدامات کړي دي خو لا هم ډېر څه پاتې دي.

پوښتنه دا ده چې د اصلاحاتو عملي کولو کوم خنډونه له منځه تللي او کوم لا هم شته؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د فاټا ځوانانو جرګې مشر ارشد اپريدي او د فاټا د وکيلانو اتحاديې يو مشر اعجاز مومند سره څېړو.

د فاټا اصلاحاتو عملي کې کوم خنډونه له منځه تللي او کوم لا هم شته؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG