د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

ټاکل شوې ده چې په پاکستان کې به د جولايي پر ۱۵ مه نېټه عمومي ټاکنې کېږي او سياسي ګوندونو په دې تړاو وار له مخه يو ډول کمپاين پيل کړی دی.

خو د تېرو انتخاباتو په څېر دا ځل هم مختلف سياسي ګوندونه د ټاکنو د شفافيت په اړه اندېښمنې دي.

د واکمن مسلم ليګ نواز ډلې مشر نواز شريف د دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته وویل چې نه ښکاري راتلونکې انتخابات به شفافه وي.

هم په د دوشنبې پر ورځ د اپوزيشن ګوند، پيپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې دوی د راتلونکو ټاکنو د کېدو په طريقه کار نيوکې لري او داصلاحاتو غوښتونکی دي.

د مشال تر رڼا لاندې کې دا پوښتنه راپورته کوو چې ولې سياسي ګوندونه د شفافيت په اړه اندېښنې لري او څنګه کېدلای شي چې ټاکنې پاکې او رڼې وشي؟

دا پوښتنې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د جهلم ضلع مشر خورشيد عالم او په پېښور کې د يوې غير حکومتي څېړنيزې ادارې سېنټرز فار ګورننس اېنډ پپلک اکاونټېبلېټي مشر انور يوسفزي سره بحث شوې دي.

د پاکستان راتلونکيو انتخاباتو په اړه د سياسي ګوندونو اندېښنې او د حل لارې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان ډان ورځپاڼې د چارشنبې پر ورځ په خپل يو رپورټ کې ليکي، ملګرو ملتونو چې د ترهګرو او ترهګرو ډلو او ادارو په اړه کوم فهرست ترتيب کړی دی په هغه کې له پاکستان څخه ۱۳۹ کسانو او ادارو نومونه هم شته.

د دې ترڅنګ پاکستان په خپله هم پر يوشمېر وسله والو ډلو بنديزونه لګولي دي.

د ۲۰۱۴ م کال د ډېسمبر پر ۱۶ م پر پېښور ارمي سکول بريد وشو چې پکې د ګڼ شمېر ماشومانو په ګډون نږدې دوه نيم سوه کسان و وژل شول.

له دې بريد وروسته د پاکستان پارلېمان د نېشنل اېکشن پلان په نوم دترهګرۍ ضد ۲۰ نکاتي پلان جوړ کړ.

خو ددې سربېره هم وخت پر وخت بريدونه کېږي.

پوښتنه داده چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد تګلاره څومره کاميابه ده او پکې کومې نېمګړتياوي دي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د پاکستان د پوځ پخواني چارواکي برېګېډيير سيد نذير او د ترهګرۍ چارو څېړونکي ډاکټر شهريار خان سره بحث شوې دي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد د تګلارو برياوې او نېمګړتياوې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG