د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

له هغه وروسته چې د پروسږ کال د پاکستان سپريم کورټ د مسلم ليګ پخوانی مشر نواز شريف د وزيراعظم له چوکۍ نا اهله کړ نو د حکومت او عدليې ترمنځ کړکېچ زيات شو.

نوازشريف په ولسي غونډو کې پر فيصله پرله پسې نيوکې کوي خو د سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار بيا په ډاګه کړې چې هېڅ سياسي اېجنډا نه لري.

دسېشنبې پر ورځ د پېپلز پارټۍ يو مشر فرخت الله بابر سېنېټ ته په خپله وروستی وينا کې دغه کړکېچ یاد کړ.

هغه وويل، داسې برېښې، هسې نه چې د سږکال کال عام انتخابات د عدليې په وړاندې رېفرنډم ثابت شي.

ايا داسې ممکن ده؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې په اسلام اباد کې مېشت څېړونکي هارون رشيد او قانون پوه شهاب خټک سره بحث شوې دي.

د پاکستان حکومت او عدلیې کړکېچ پر راتلونکيو ټولټاکنو اغېز کولای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په کابل کې د چارشنبې پر ورځ د کابل بهير دوهمه غونډه وشوه چې پکې ۲۵ هېوادونو چارواکيو او د ځینو سازمانونو استازيو ګډون وکړ.

پرانستې غونډې ته ولسمشر محمد اشرف غني پر طالبانو يوځل بيا د سولې خبرو اترو کولو غږ کړی البته په لومړي ځل يې وويل چې طالبان دې د سياسي ډلې په توګه و پېژندل شي.

د ولسمشر په وينا کې ځينې نور داسې وړانديزونه هم شوي چې د طالبانو په اړه د کابل له پخواني دريځ سره لږ څه فرق لري.

په دريځ کې توپير ولې دی؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د سياسي چارو پوهان حکمت الله اعظمي، انتظار خادم او د پاکستان پوځ پخواني چارواکي برېګېډيير سيد نذير سره څېړل شوې دي.

د طالبانو په اړه د کابل په دريځ کې بدلون ولې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG