د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د خېبر پښتونخوا ملاکنډ ډويژن پوليس وايي، په دې سيمه کې د سږکال په لومړيو اتو مياشتو کې ۳۴۶ کسانو ځان وژنه کړې ده.

د دوی په وينا، د ډويژن په اوو ضلعو کې سوات هغه سيمه ده چې پکې تر ټولو زيات ياني ۲۲۲ کسانو ځان وژلی دی.

د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان ډبليو اېچ او وايي، په نړۍ کې هرکال شاوخوا اته لاکه کسان ځان وژني چې پکې زياتره د هغو هېوادونو دي چې په اقتصادي توګه کمزوري دي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ او پخوانيو قبايلي سيمو کې د ځان وژنو پر رجحان، لاملونو او مخنيوي باندې بحث شوی دی.

په سوات کې د ښځو د ښګېړې لپاره د غير حکومتي ادارې شرکت ګاه مشره نيلم رحيم، د سوات ډاکټر نعیم الحق او په ډېره اسماعيل خان کې د نفسياتو پوه ډاکټر منير د بحث ميلمانه دي.

په ملاکنډ او پخوانۍ فاټا کې د ځان وژنو لاملونه او مخنوی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال تر رڼا لاندې
د مشال تر رڼا لاندې

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان پر دې خبرې بحث لرو چې ويلي يې دي په پاکستان کې زيږېدلي افغان کډوالو ته به شهريت يا تابعيت ورکوي.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

پاکستان ولې افغان کډوالو ته قبولي ورکوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG