د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې


پاکستان وایي، چې د بلجیم پلازمینه برسلز کې د چارشنبې پر ورځ له افغانستان او امریکا سره درې اړه خیزه غونډه په مثبت ماحول کې شوې ده.


بل خوا د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي چې د برسلز په غونډه کې د افغان ولسمشر او پاکستاني چارواکو خبرې ګټورې وي.

دغه درې واړه هیوادونه له یو شمیر نورو هیوادونو سره هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولی بهیر پر مخ لار شي او په ۲۰۱۴ کال کې د امریکایي ځواکونو تر وتلو د مخه یوه لاره را وباسي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث همدې موضوع ته ځانګړی شوی دی چې مېلمانه یې د پاکستان د ډیپلوماټیکو چارو خبریال شایق خان او د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه احمدشاه سپر دي.
د دی خپرونې کوربه عبد الحی کاکړ دی.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف او د حزب اختلاف د مشر چوهدري د نګران وزيراعظم په نوم په سلا کيدو کې پاتې راغلي.


له دي وروسته له آئين سره سم اوس دا کار پارليماني کميټي ته سپارل شوی او که چیرته دغه کميټۍ هم په يوه نوم سلا نه شوه نو بيا به انتخابي کميشن د حکومت او حزب اختلاف لخوا په ورکړل شوو نومونو کې د يوه کس د نګران وزيراعظم په توګه د اعلانولو اختيار ولري.

د مشال تر رڼا راندې اونیز بحث دغه مسلې ته څانګړی شوی دی چې کور به یې عبدالحی کاکړ دی.
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG