پاکستان وایي، چې د بلجیم پلازمینه برسلز کې د چارشنبې پر ورځ له افغانستان او امریکا سره درې اړه خیزه غونډه په مثبت ماحول کې شوې ده.
بل خوا د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي چې د برسلز په غونډه کې د افغان ولسمشر او پاکستاني چارواکو خبرې ګټورې وي.
دغه درې واړه هیوادونه له یو شمیر نورو هیوادونو سره هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولی بهیر پر مخ لار شي او په ۲۰۱۴ کال کې د امریکایي ځواکونو تر وتلو د مخه یوه لاره را وباسي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث همدې موضوع ته ځانګړی شوی دی چې مېلمانه یې د پاکستان د ډیپلوماټیکو چارو خبریال شایق خان او د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه احمدشاه سپر دي.
د دی خپرونې کوربه عبد الحی کاکړ دی.
نښلول
شریک کړئ
د مشال تر رڼا لاندې بحث
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:00:00
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.