د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

افغانستان او پاکستان د ښځو لپاره په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه هيوادونه دي

په لندن کي د تومپسن رایټرز فاونډېشن په نامه يوې نړيوالي ادارې له راپور سره سم افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه هيواد دی.

د راپور په وينا په دغه هيواد کي د طبي آسانتياوو نيشتوالی، پر ښځو تشدد او امتيازي سلوک هغه مهمي خبري دي چي د ښځو ژوند يې تريخ کړی دی. له راپور سره سم په دغه هيواد کي په هرو يوولس ښځو کي يوه ښځه د زېږون پر مهال مري.

د ښځو لپاره دريم خطرناکه هيواد پاکستان دی چي د غيرت په نامه هر کال يو زر ښځي پکي وژل کيږي. په دې هيواد کي د ښځو پر مخونو تېزاب پاشل او په وړوکوالي ودونه هم عام دي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث همدې موضوع ته ځانګړی دی ،چې پکې د پېښور های کورټ وکیله عایشه ملک په پېښورکې د عورت فاونډېشن کارکونکې شکیله خان او د قبایلي ښځو لباره د حقونو ادارې کارکونکې ناهید اپرېدۍ برخوال دي.

ددې بحث کوربه مجید بابر دی
د اتوار په ورځ د پاکستان له سر ښار اسلام آباد څخه د تیشتول شوي خبریال سلیم شهزاد مړی د ګل ورځ د پنجاب صوبې د منډي بهاولدین په یوه ناوه کې موندل شوی چې ورباندې سخت تشد د شوی.

د مشال تر رڼا لاندې بحث د خبریال سلیم شهزاد وژنې ته ځانګړی شوی دی چې د هغه د وژلو لاملونه څه دي،په پاکستان کې د وینا او لیک آزادي وروړاندې ګواښونه څه دي.

پر همدې موضوع د نن بحث کې قانون پوه بیرسټر باچا،د قبایلي سیمو د امنیت پخوانی مسول،بریګېډییر محمودشاه،د پېښور پریس کلب مشر شمیم شاید او د بي بي سي مشر خبریال هارون رشید برخه لري چې کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG