د لاسرسي ځای

تازه خبر

سازونه زنځیرونه د پاکستان او افغانستان په پښتون مېشته سیمو کې پر موسیقۍ او هنري اظهار محدودیتونو او بندیزونو ته کتنه کوي. په تېرو شاوخوا څلورو لسیزو کې په افغانستان کې جګړو او سیاسي بې ثباتۍ د هغه هېواد پر کلتور او هنر خورا لوی اغېز کړی دی. له ۲۰۰۱ز کال راهیسې د پاکستان په قبایلي او پښتون مېشته سیمو کې د سختدریځۍ او ناامنیو څپو موسیقي او هنر او د تخلیقي اظهار عمل اغېزمن کړ چې په پایله کې یې موسیقي او هنر پر بندیزونو سربېره د یوه مزاحمت بڼه هم واخیسته. په دې خپرونه کې موسیقاران، پوهان، د هنر مینه وال او چارواکي پر موسیقۍ پر محدودیتونو او د سیمې پر کلتوري مزل غږېږي. سازونه زنځیرونه هره اوونۍ د خالي (شنبې)، نهې (سې شنبې) او شورو (چارشنبې) پر ورځو خپرېږي او کوربه یې شاهین بونیری دی.

XS
SM
MD
LG