د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال راډیو د خپرونو له پیل راهیسې دا خپرونه خپریږي چې پکې د اوریدونکیو په زړه پورې غږیز پیغامونه خپروو او ورته ځوابونه وایو. د مشال راډیو هره اونۍ په سلګونو غږیز، لیکلي او بریښنايي پیغامونه ترلاسه کوي چې له منځ نه یې هره اونۍ شلو غوره پیغامونو ته په دې خپرونه کې ځواب وایو.

د مشال په نوم خپرونې ته د نارینه وو ترڅنګ لسګونه ښځینه اوریدونکي هم خپل پیغامونه ثبتوي او ډېر کله دوی ددې خپرونې له لارې خپله شاعري د مشال تر اوریدونکیو رسوي. د خپرونې کوربه د پیغامونو د چاڼ، ایډیټ او ځواب ویلو مسول دی او د شپږو کلونو تېریدلو باوجود هم اوریدونکي ډېر په مینه د مشال په نوم خپرونې ته زنګونه وهي او خپل پیغامونه موږ ته ثبتوي.

XS
SM
MD
LG