د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال راډيو په بحثونو کې د ګډون قواعد

د مشال راډيو په بحثونو کې د ګډون قواعد

په بحثونو کې ستاسو د ګډون هرکلى کوو، هيله کوو ځينې قواعد په پام کې ونيسئ:

الف. موږ نه غواړو چې تاسې له خپل نظر له ورکولو بې برخې کړو او یا هم ستاسې نظر محدود کړو خو داسې موضوعات چې تاوتریخوالي ته لمن وهي، ښکنځل پکې وي، شرموونکې خبرې، تاوېلي ماوېلي، شهوت امېزه وي، یو کس ځوروي یا ورته روحي زیان رسوي، د نسل، رنګ یا دین په اړه توپیرپالونکې وي، او یا هم ناقانونه وي، اجازه یې مشال راډيو نه ورکوي. که داسې خبرې ولیکل شي، یا شریکې شي، نو مشال راډیو یې د لرې کولو حق لري.
ب. د مشال راډیو بحثونه سوداګریزې موخې نه لري.
ج. داسې مطالب چې د کاپي رایټس یا چاپ او خپراوي د حقونو سرغړونه کوي او یا هم سوداګریز علامتونه لري، له هغو ډډه وکړئ.
د. د مشال راډيو هغه کسان چې د دې چارو دنده پر غاړه لري، تر چاپ مخکې هره موضوع څېړي او بیا یې د خپرولو یا نه خپرولو پرېکړه کوي.

ویډیويي مطالب

بامیانو کې پر واوره د ښویېدا یا سکي سیالۍ شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00
نورې ویډیوګانې
XS
SM
MD
LG