ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. له نوموړي سره پر ټوېټر یا فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
په کیوبا کې یو ساعت ساز وايي چې د ده شرکت تیېمپو دي لوز د هېواد یوازینۍ کمپني ده چې د پخوانیو ګړیو له پرزو او په شاوخوا کې په اسانۍ موندل کېدونکو موادو څخه ساعتونه جوړوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د روان پرلت مخکښ غوث الله د نومبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې دوی به تر هغه وخته ناست وي چې پاکستان خپله پرېکړه بیرته نه وي اخیستې.
پرلتوال وايي، له افغانستان سره پر پوله د تجارت او تګ راتګ لپاره د پاکستان د حکومت د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو شرط نه مني، ځکه چې په خبره يې له دې کار سره د سيمې زرګونه کسان بېروزګاره کېدای شي.
په قازقستان کې د اټومي ازموینو سیمه د پخواني شوروي اتحاد د اټومي وسلو یادونه کوي. دا په داسې حال کې ده چې نړیوال ساینسپوهان هلته د څه د پاسه ۴۰۰ اټومي چاودنو د اغېز په اړه څېړنه کوي.
پولیسو د اکتوبر پر ۲۸مه د کراچۍ په بېلابېلو جوماتونو کې اعلانونه وکړل او و یې ویل چې د ټولو ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره اقدامات کوي. په کراچې کې مېشتو یوشمېر افغانانو وویل چې په خورا ارزانه بیه یې کاروبارونه خرڅ کړل او اوس ورته حکومت د نغدو پیسو د وړلو اجازه هم نه ورکوي.
په غزه کې مخابراتي خدمات بند شوي او له محاصره شويو خلکو سره ټیلفوني اړیکې پرې شوي دي.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) رهبر او پخواني وزیراعظم میا نواز شریف ویلي دي چې له هېچا غچ نه اخلي او د هېواد د مسلو د هواري او راتلونکې لپاره کار کول غواړي. نوموړي د اکتوبر پر ۲۱مه تر شاوخوا څلورو کلونو وروسته هېواد ته ستون شو او په لاهور کې یې خپلو پلویانو ته وینا وکړه.
د لاطيني امريکا په وېنېزويلا هېواد کې د هغې سيمې د اوبو په تر ټولو لوی بند کې د چټلۍ د مخنيوي لپاره رضاکارانو د خپل سرونو خريلي دي. د يو غيردولتي ادارې په وينا د ورېښتانو په مرسته به په بند کې د خامو تېلو مخنيوی ممکن شي.د اسوشېټېډ پرېس اژانس ويډيويي رپورټ.
بایډن د اکتوبر پر ۱۴مه له اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د فلسطینۍ ادارې له مشر محمود عباس سره په ټېلېفوني خبرو کې یو ځل بیا حماس ډله وغندله او و یې ویل چې هغه د فلسطینیانو د خپلواکۍ د هیلو استازیتوب نه کوي.
د نړۍ تر ټولو زيات کرکټ بېټ جوړوونکي وايي، له کرکټ نړيوال جام سره د بېټ جوړولو صنعت نوره وده موندلې او په هند کې د دې توليد د نورو وختونو پرتله زيات شوی دی. د کرکټ نړيوال جام د اکتوبر پر پينځمه په هند کې پيل شوی چې د نومبر تر ۱۹مې پورې به دوام ولري. د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ.
د افغانستان په هرات ولايت کې د اکتوبر پر اوومه او بيا د اکتوبر پر ۱۱مه له زلزلې وروسته ځايي اوسېدونکي د بلې زلزلې له وېرې په خېمو کې ژوند کوي. په دواړو زلزلو کې د هرات يو شمېر کلي اغېزمن شوي او په زرګونه کسان بې کوره شوي دي. د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ.
اسراييليو ځواکونو په غزه ټرانګې کې د اکتوبر پر ۱۴مه ځکمنې عمليات پيل کړي دي. پر دې سربېره اسراييليو ځواکونو هوايي بريدونو ته هم دوام ورکړی دی. د اسراييلو او حماس ترمينځ جنګ کې دواړو خواوو ته د وژل شويو شمېر تر ۳،۰۰۰ اوښتی دی. د رويټرز اژانس له بېلا بېلو ويډګانو جوړ راپور.
ایرانۍ دولتي رسنۍ وايي چې رییسي او سلمان د اکتوبر پر ۱۱مه د "فلسطینیانو پرضد د جنګي جنایتونو یا جرمونو د درولو پر اړتیا" وغږېدل. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د حماس تر بریدونو وروسته یووالي ښوولو په موخه اسراییلو ته تللی دی.
په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه وايي په غزه کې یې د حماس پر مرکزونو بریدونو ته دوام ورکړی دی، د اکتوبر پر ۱۱مه د دواړو خواوو ترمینځ د تازه نښتو راپورونه هم ورکړل شوي.
د سېپټېمبر پر ۲۹مه د بلوچستان په مستونګ کې د عید میلاد النبي په مناسبت د غونډې پر مهال او د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د تاڼې په جومات کې په درو جلا، جلا ځانمرګو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول. د روغتیا اداره وايي چې د مستونګ په برید کې د وژل شویو شمېر ۵۹ ته رسېدلی دی.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن په دې لړ کې د سېپټېمبر پر ۲۹مه یوه خبرپاڼه هم خپره کړې وه او ويلي يې وو چې د رايو ورکوونکو د تفصيلاتو د تازه کولو لپاره يې مرکزونه هم جوړ کړي دي.
د پاکستان سرکاري راډيو وايي چې لنډمهالي وزیراعظم د سېپټېمبر پر ۲۳مه د امريکا په نيو يارک ښار کې خبري غونډې ته وويل چې انتخاباتي کمېشن پر هېڅ ګوند بندیز نه دی لګولی او هېڅوک په انتخاباتي عمل کې له برخې اخیستو نه ګرځوي.
د سېپټېمبر ۱۰مه د ځانوژنې مخنیوي له نړیوالې ورځې سره سمون خوري. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) هر کال په دې اړه د پوهاوي او اګهۍ په موخه غونډې کوي.
په هند کې يوې خيريه ادارې د يو نرښځي ژوند وربدل کړی دی. پريتي نومې نرښخې به یووخت خير غوښتلی او نن رکشه چلوي او پیسې ګټي. هغه ته دغه رکشه يوې خيريه ټولنې ورکړې چې د نرښځیانو او نورو بېوزله کسانو مرسته کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.
نور وښیئ