ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
د ټېکنالوجۍ په راتګ سره که يو خوا د اوبو ژرندې کمې شوې خو د پاکستان په سرښار اسلام اباد غونډې ښار کې لا هم د اوبو يوه پخوانۍ ژرنده فعاله ده چې ځايي خلک د اوړو لپاره غنم ور وړي. په دې اړه د عمران يونس او ځلاند يوسفزي ويډيو وګورئ.
په اختر او نورو خوشالیو کې ځینې خلک هوايي ډزې کوي چې پکې هرکال د لسګونه خلکو د مرګ، ژوبلې خبرونه خپرېږي. همداسې یو کس د صوابۍ ۲۲ کلن اکمل خان دی.
د صوابۍ ځینو ځوانانو د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د ټولبند پر مهال له رواني (نفسیاتي) فشاره د ځان ساتلو لار موندلې. دوی د غرونو لمنو ته ځي او له موسیقۍ خوند اخلي. په دې اړه ویډیو وګورئ.
د صوابۍ د پرمولو کلي یاسین علي د بې وزله کورنۍ غړی دی خو پر دې سربېره یې پر دېوالونو او ګټو د ختلو لوبه زده کړې او پر ملي او نړیوال کچ یې انعامونه ګټلي.
د اریانې یوې خپلوانې د اپرېل پر نهمه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د مسلمانېدو پر مهال اریانا په اسلام اباد کې وه.
د خیبر پښتونخوا سیکان څنګه ژوند تېروي او څه ستونزې لري؟ دا پوښتنه د دې مستند فلم مهمه موضوع جوړوي. د دې ترڅنګ د سیکانو د دین، رسمونو او عبادتځایونو په اړه مو هم معلومات غونډ کړي دي چې ورڅخه په دې فلم کې خبرېدای شئ.
د نوښار اورنګزېب د پښتو موسیقۍ پخوانۍ سندرې خوندي ساتلې دي. له ده سره د ۱۹۰۸ز کال د ګراموفون ککوړي هم شته. اورنګزېب وايي، په ۲۰۱۰ز کې چې سېلاو نوښار وځپه نو ورسره د خپلو کیسټونو فکر وو. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستان په پنجاب کې د چولستان په بېدیا کې د دراوړو کلا د نړۍ د کلتوري میراث برخه ده. د کلا بهرني دېوالونه جوړ دي خو دننه ورانه، ویجاړه پرته ده چې اوس یې حکومت د بیارغونې چارې پیل کړي. د دراوړ کلا تاریخ په اړه ویډيويي رپورټ.
د جنورۍ پر ۲۹مه سهار د خېبر پښتونخوا د صوابۍ په پارمولو کې د پوليو ويکسينو د کمپاين پر يو ټېم ډزې وشوې. يوه کارکوونکې ځای پر ځای ووژل شوه او بلې یې په روغتون کې ساه ورکړه. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي راپور وګورئ.
د پېښور تهکال تاڼې يوه چارواکي نبي ګل مشال راډیو ته وويل چې منظور پښتين يې د جنورۍ پر ۲۷مه سهار وختي په شاهين ټاون کې نیولی.
د پښتو ژبې مخکښ هنرمند او ټوکمار ظاهر الله چې د بابو جي په نوم مشهور دی وايي، اووه کاله وروسته نوی البم جوړوي چې دغه البم به د نوي کال په ورځ یوټيوب کې وړاندې کوي. نور حال د ځلاند یوسفزي په ویډیويي راپور کې.
د پېښور د مالګې منډیۍ "چرسي تکه" په ټول پاکستان کې نوم لري او له لرې، لرې ورته خلک راځي. په رستوران کې د تکو پخوونکی وايي، له مالګې پرته په غوښه بل هېڅ نه ګډوي. نور په ویډیو کې.
د دسېمبر درېمه په ټوله نړۍ کې د معذورانو نړیواله ورځ ده. په دغو مغدورانو کې یو د پېښور حاجره عنبرین هم ده چې پیدایشي معذوره ده خو د بې وزلې یې د علاج پر مخ یو لوی خنډ دی. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جمیعت علما اسلام (ف) مشرانو او پلویانو، د اکتوبر پر ۲۷مه، د پاکستان د نورو برخو په څېر په صوابۍ کې هم د کشمیر د یووالي او د حکومت پر ضد مظاهرې
د مردان خدای نور کلي حافظ نياز علي نابينا دی خو کارونه یې د بيناو خلکو په شان دی. نوموړی پر دې سربېره چې د انجنو مستري دی په لارو کوڅو کې موټر سايکل هم چلوي. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبرپښتونخوا ملاکنډ اوسېدونکې الماس خانم انځورګره، مجسمه سازه او شاعره ده. ددې ځانګړتيا دا ده چې په غلبېلونو د هغو شخصياتو انځورونه اوبدي چې ددې په وينا د ټولنې لپاره يې مثبت کارونه کړي دي.
په صوابۍ کې د تماکو يوې شخصي کارخانې په لسګونو مزدوران له نوکريو لیرې کړي چې پر ضد یې مزدورانو احتجاج پېل کړی دی. په دې اړه نور تفصیل د ځلاند یوسفزي په ویډیویي راپور کې.
د کالاش د بمبورېت درې خليل الرحمان د نورستاني قام د لرغوني اثارو او تاريخ خوندي کولو لپاره په کور دننه لرغونتون یا میوزییم جوړ کړې دی. نوموړی وايي چې د نورستاني قام د تاريخ خوندي کولو لپاره تقریباً هېڅ کار نه دی شوی. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ
د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونه د ۲۵ جولای مه د تورې ورځې په توګه لمانځي او وايي چې يو کال وړاندې د عامو انتخاباتو پر مهال ولسي واکمني غلا شوی شوی او نن د دې احتجاج له لارې ولس وايي، دا حکومت نه مني.
د پېښور ۶۵ کلن مثل خان د چاپېریال ساتنې او ژغورنې په موخه خلکو ته وړیا بوټي ورکوي. نوموړي په دویم ګلبهار کې د "رحمان بابا" په نوم یوه باغچه جوړه کړې چې پکې بوزغلي او نهالګي ساتي. دی هلته کار کوي او خلک چې ورځي نو له بوټیاڼۍ (نرسرۍ) ورته بوټي ورکوي.
نور وښیئ