ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
د پاکستان حکومت وايي، په مري او ګلیاتو کې تر توپاني واورې وروسته مرستندویه چارې دوام لري او شاوخوا ټولې لارې یې له واورو پاکې کړې دي. خو د پنجاب پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې د جنورۍ پر نهمه به هم مري ته تلونکې ټولې لارې تړلې وي. دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر شپږمه او اوومه
پښتون ژغورنې غورځنګ خبرداری ورکړی دی چې که د تحریک د یوه مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر په ګډون یې نور ګرفتاره ملګري او پلویان خوشې نه شول نو د اسلام اباد پر لوري به لاریون وکړي. د غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ پر دویمه په کراچۍ کې احتجاجي جلسې ته په وینا کې وویل، پر ګرفتاریو او مقدمو سربېره به
د اسلام اباد په یو پارک کې ځينو ځوانانو د بېوزله ماشومانو لپاره ښوونځی پرانيستی دی. د اېچ ون ټيچ ون (Each one Teach one) په نوم د سازمان غړي وايي چې دوی هغو ماشومانو ته زدکړې ورکوي چې رسمي سکول ته د تګ وس او توان نه لري. په دغو ماشومانو کې ۹۰ سلنه پښتانه دي چې له بېوزله کورنيو سره اړه لري.
ګوادر کې له تېرو ۲۹ ورځې راهیسې د بنيادي انساني او اقتصادي حقونو او اسانتياو لپاره د پیل شوې احتجاجي ناستې په ملاتړ په اسلام اباد کې هم احتجاج وشو. د احتجاجیانو وینا وه چې په ګوادر کې د احتجاج سمبالوونکو مشرانو پرضد د مقدمو پرځای دې حکومت د بلوچستان ولس ته بنيادي حقونه ورکړي.
د بشري حقونو نړېوالې ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د لا درکه شویو کسانو لپاره یوه ورځنۍ احتجاجي ناسته وشوه. د تری تمو کسانو خپلوان وايي، چې د ايين له مخې دې د دوی ورک کړل شوي کسان عدالتونه ته وړاندې کړل شي.
په اسلام اباد کې د سرکاري سکولونو استادان د ډېسېمبر له لومړۍ نېټې راهیسې په احتجاج دي او سرکاري سکولونه یې هم تړلې دي. دوی د حکومت د هغې نوې قانون پرضد احتجاج کوي چې تر مخه به یې د فيډرل اېجوکېشن ډايرکټرېټ د سرښار د ميير يا ناظم په اختيار کې راشي.
په اسلام اباد کې د نومبر پر ۳۰مه نېټه د پارلمان د ودانۍ مخې ته په لسګونو هغو کسانو مظاهره وکړه چې وايي، خپلوان يې په چين کې زندان ته اچول شوي دي. دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې له چين سره دې د بنديانو تبادله وکړي او د دوی خپلوان دې راخوشي کړي.
د چارسدې ضلعې د مندڼۍ تاڼې په حدودو کې د اتوار په ورځ ناوخته قهرېدلو مظاهره چیانو د هغه ګنګوسو پر مهال د پوليسو یوه تاڼه او شپږ چوکۍ وسوځولې چې په تاڼه کې د پولیس په حراست کې ګرفتار کس په مبینه توګه قرآن شریف سوځولی دی.
په اسلام اباد کې سرکاري ملازمينو د حکومت لخوا د دوی د تنخاوو نه زیاتولو په غبرګون کې د نومبر پر ۱۶مه مظاهره وکړه. تر دې وړاندې ملازمینو په فېبرورۍ کې د تنخواګانو زیاتولو او نورو غوښتنو لپاره احتجاج کړی وو او حکومت یې غوښتنې منلې وې. دوی وایي، حکومت تر اوسه په شوې ژمنه پوره عمل نه دې کړې. نور په دې
پښتون ژغورنې غورځنګ د نومبر پر ۱۴مه په پېښور، کوټه او کراچۍ کې احتجاجونه وکړل چې د علي وزير په ګډون د غورځنګ د ځينو نورو غړو د راخوشې کولو غوښتنه يې کوله. د مشال راډيو ويډيو
په اسلام اباد کې اووه ورځنۍ کلتوري مېله د نومبر پر اوومه پای ته ورسېده. په مېله کې د پاکستان د بېلا بېلو برخو شیان نندارې ته وړاندې شول. په مېله کې فرهنګي موسیقي هم وغږول شوه او ورغلیو خلکو نڅاګانې هم ولیدې. د کلنۍ مېلې د جوړولو هدف خلکو ته د پاکستان د مختلفو برخو د کلتوري ژوند ورپېژندل ول.
د کالعدم تحريک لبیک پاکستان د احتجاجي لاريون له وجې يوځل بيا د فیض اباد چوک په کنټېنرونو بند کړل شو. فېض اباد چوک کې د احتجاجونو له وجې د پېنډۍ او اسلام اباد ولس له سختو ستونځو سره مخامخ شوی دی. نور په دې ویډیو راپور کې وګورئ.
سوداګر د اسلام اباد په فېض اباد چوک کې د نویو ټېکسونو پرضد پر احتجاج دي. دوی وايي، له نوي ټېکسونو سره به د ګرانې کچه نوره هم زياته شي او دا چې د دوی کاروبار له وړاندې هم کورونا وبا او له ګرانې سره متاثره شوې دي.
تحريک لبيک پاکستان د اکتوبر پر ۲۲مه يو ځل بيا د اسلام اباد په فېض اباد کې احتجاج کوي. حکومت د احتجاج پر ځای کې لارې په کنټېنروبندې کړې دي. تحريک لبيک تر دې وړاندې هم احتجاجونه کړې دي او له حکومته یې له فرانس سره د سفارتي اړيکو د پرېکولو غوښتنه کړې ده.
پاکستان مسلم ليګ (ن) د ګرانې پرضد په ټول ملک کې د احتجاجي تحريک اعلان کړی دی. ياد ګوند خپل لومړی احتجاج د اکتوبر پر ۲۰مه په راولپنډې کې وکړو. د اپوزيشن نېږدې تولو ګوندونو په ملک کې د رواني ګرانې پرضد احتجاجونه پیل کړې دي.
د اکتوبر پر پينځمه د استادانو نړېواله ورځ لمانځل کېږي، زموږ همکار ځلاند يوسفزي په صوابۍ کې په دې ورځ له يو داسې سرکاري سکول استاد سره غږېدلي دي چې له ماشومانو سره ډېر زيار باسي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
په اسلام اباد کې د سېپټېمبر پر ۲۹مه د ټول ملک د سوداګرو اتحادیو مشرانو احتجاج وکړو. تاجرانو د حکومت لخوا د نوي ټېکسونو پرضد احتجاجي تحریک پیل کړی دی. له حکومت سره د خبرو ناکامه کېدوی وروسته تاجرانو د اکتوبر پر میاشت کې په فېض اباد کې په لویه کچه د
۵۶ کلن عمر کمال لوړې زده کړې کړې دي او په لویو څوکیو یې دنده تر سره کړې خو اوس د بې روزګارې له وجې اسلام اباد کې برياني پلوري. نوموړی وايي، لومړی ورته دا کار ګران وو خو اوس یې اراده لري چې ټول عمر به د بريانۍ او د نورو خوراکي شيانو د پلورلو کار وکړي. نور په ویډیويي راپور کې.
په اسلام اباد کې د پاکستان د خبریالانو سازمانونو د رسنیو د پرمختیا او نظم یوې نوې ادارې جوړولو لپاره د حکومتي قانوني مسودې پرضد احتجاج کړی. لسګونه خبریالانو د سېپټېمبر پر ۱۲مه د پارلېمان لوري ته لاریون وکړ او بیا یې پرلت وواهه. د خبریالانو احتجاج د سېپټېمبر پر ۱۳مه هم روان وو. ویډیويي رپورټ.
د اګست پر ۱۴مه په کراچۍ کې پر یوه ګاډي د لاسي بم برید کې د یوې کورنۍ ۱۳ کسان ووژل شول چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل ول. دا کورنۍ اصلاً د سوات ده چې په کراچۍ کې کاروبار لري. د هغې کورنۍ یو مشر نادر خان وايي، یوه میاشت تېره شوه خو لا هم مجرمان نه دي معلوم شوي. پر ګاډي د برید ذمه واري چا نه وه منلې خو
نور وښیئ