ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر نجونو د لوړو زده کړو تر بندیز وروسته، په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند زده کوونکو سازمان (پښتون سټوډنټس فېډريشن) غړيو او افغان زده کوونکو مظاهره وکړه.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مرکز کې د وسلوالو ضد عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده. هلته تحریک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر ۱۹مه ویلي چې په مرکز کې یې زیاتره کسان ملګري دي او د وتلو محفوظه لاره غواړي. ویډیويي رپورټ.
پښتون ژغورنې غورځنګ او یوشمېر سیاسي ګوندونو د نومبر پر ۲۷مه په ټانک کې د ناامنۍ ضد احتجاجي جلسه وکړه. جلسې ته سلګونه کسان ورغلي ول او له انتظامیې څخه یې د امنیت ټینګښت غوښتنه وکړه. پولیس وايي، په ښار کې حالات ښه دي او دا چې هېڅوک د امنیت خرابولو ته نه پرېږدي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحریک انصاف له اعلان سره سم د جمعې تر لمانځه وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وشوې. دا تر هغې یوه ورځ وروسته ده چې د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د تحریک انصاف پر حکومت ضد لاریون په ډزو کې یو کس ووژل شو او د ګوند د مشر عمران خان په ګډون ۱۳ کسان زخمیان شول.
فرهاد خان د افغانستان اوسېدونکی دی او وايي چې هنري نوم یې شاه رخ خان دی. دی وايي، پخوا به یې په فلمونو کې کار کاوه خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم کراچۍ ته کډه شو او هلته سینګار توکي خرڅوي. په اړه یې ویډیويي رپورټ.
عذرا نفيس د سيند پر ډبرو انځورګري کوي. نوموړې وايي د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسله وال بريد وروسته يې انځور ګري پيل کړې ده۔ هغه وايي خپل هنر نورو ته هم ورزده کول غواړي.
د ملاکنډ درګۍ هريان کوټ کلي الماس خانم يو جوړ کړي انځور په نړيوالو سياليو کې لومړۍ جايزه ګټلې ده. دغه جايزه د اکتوبر پر ۲۷مه په بريتانيه کې ورکړل شوه خو الماس خانم د ويزې نه تر لاسه کېدو له امله په هغه دستوره کې ګډون ونکړ.
د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان نااهلۍ ضد احتجاجونه پیل شوي دي. انتخاباتي کمېشن د اکتوبر پر ۲۱مه وویل چې عمران خان د شتمنیو په اړه سم معلومات نه ول ورکړي نو ځکه له ایین سره سم د قامي اسمبلۍ د څوکۍ وړ نه دی. ویډیويي رپورټ.
د اکتوبر پر ۲۱مه مظاهرچیانو په پېښور او چارسده کې اسلام اباد ته تلونکې لویه لاره هم تړلې وه او ورباندې یې اور بل کړی وو. په کراچۍ کې لسګونه کسان د تحریک انصاف ګوند دفتر مخې ته ورغونډ شوي ول.
د خيبرپښتونخوا پر سوات او ځينو نورو سيمو سربېره په کراچۍ او اسلام اباد کې زرګونو کسانو د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد مظاهرې کړې دي. په مظاهرو کې د سیمې سياسي او ولسي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د سوات په ګډون کې د خيبر پښتونخوا په ټولو سيمو کې امنيت باوري کړل شي.
د ۲۰۲۱ز په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ خلک پاکستان او ایران ته کډوال شول. په اسلام اباد کې د کډوالو لسګونه کورنیو له څلورو میاشتو راهیسې د احتجاج خیمې درولې دي او له ملګرو ملتونو غواړي چې پرمختللیو هېوادونو ته دې یې ولېږدوي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان کروندګرو د سېپټېمبر پر ۲۱مه نېټه په اسلام اباد کې د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجي مظاهره او غونډه کړې ده. دوی غوښتنه کوي چې د کرکیلې د اړينو توکو بيې زیاتې شوي نو باید حکومت په دې لړ کې ورسره مرسته وکړي.
د پاکستان تحریک انصاف غړو او پلویانو د ګوند د مشر عمران خان د سلاکار شهباز ګېل د ګرفتارۍ ضد لاریون او جلسه کړې ده. عمران خان د اګست ۲۰مې پر ماسخوتن د اسلام اباد جلسې ته په وینا کې تور پورې کړ چې د ګېل د ګرفتارۍ تر شا هغه قوتونه دي چې ځان له قانونه لوړ بولي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحریک انصاف سیاستوالانو، غړو او پلویانو د اګست پر څلورمه د اسلام اباد او پېښور په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د انتخاباتي کمېشن پرضد احتجاجي غونډې کړې دي. کمېشن د اګست پر دویمه په فیصله کې ویلي ول چې تحریک انصاف له بهره ممنوعه چندې ترلاسه کړې دي. ویډیويي رپورټ.
رضوانه عابد په يوازې سر د خپل کور ماشومانو او د ناروغه مېړه د دوايانو خرڅ پوره کوي. نوموړې وايي، د ژوند د ګزران او د ماشومانو د تعليم لپاره شپه او ورځ خواري کوي. نور تفصیل د ځلاند يوسفزي او عمران يونس په ویډیويي رپورټ کې کتلای شی.
په پنجاب کې د اسمبلۍ د ۲۰ څوکیو ډکولو لپاره ضمني انتخابات د جولای پر ۱۷مه سهار اته بجې پیل شول. انتخاباتي کمېشن وايي، د انتخاباتو امنیت لپاره نه یوازې سرتېري ځای پر ځای شوي بلکې د څارګرو کیمرو له لارې د ووټ اچولو د مرکزونو څارنه هم کېږي. ویډیويي رپورټ.
په پاکستان کې مسلمانان په داسې حال کې لوی اختر لمانځي چې حکومت د کورونا وایرس زیاتېدونکو پېښو ته په کتو پر خلکو د احتیاط کولو غږ کړی دی. د جولای پر ۱۰مه د اسلام اباد د فیصل جومات په ګډون په لویو او وړو ښارونو کې مېلیونونه خلکو د اختر لمانځه جمعې وکړې. ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ اوسېدونکې علیشه وايي د پلار تر مړینې وروسته یې رکشه ورپاتې شوه او په دې توګه یې د کورنۍ کفالت ذمه واري هم تر غاړې شوه. ۱۷ کلنه علیشه وايي، یوشمېر خپلوان یې پېغورونه ورکوي، خو له کار کولو پرته بله چاره نه لري. ویډیويي رپورټ.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د جولای دویمې پر ماخوستن د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجي جلسې وکړې. د هغه ګوند مشر عمران خان په اسلام اباد کې جلسې ته په وینا کې زیاتېدونکې ګراني د اېتلافي حکومت د ناکامه اقتصادي تګلارې لامل وبلله. ویډیويي رپورټ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزير د جون پر ۲۳مه له روغتونه بېرته زندان ته ولېږدول شو. نوموړي د جون پر ۲۲مه ناوخته ويلي وو چې په روغتون کې يې ژوند په خطر کې دی او "دوه ځلې" ورباندې "بريد" شوی دی.
نور وښیئ