د لاسرسي ځای

تازه خبر

کالاشۍ هنرمنده اریانا مسلمانه شوه


کالاشۍ نجلۍ پښتو سندره وايي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:54 0:00

کالاشۍ نجلۍ اریانا پښتو سندره وايي

پېښور - د کالاش ځوانه سندرغاړې فارسي ګله چې هنري نوم یې اریانا دی، روانه اوونۍ مسلمانه شوې ده.

د نوموړې یوې خپلوانې د اپرېل پر نهمه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د مسلمانېدو پر مهال اریانا په اسلام اباد کې وه.

اریانا هغه مهال خورا نومیاتې شوې وه چې د ۲۰۱۹ز کال په جون کې یې مشال راډیو یوه پښتو ویډیويي سندره خپره کړې وه.

تر دې مخکې فارسي ګلې د پاکستان په کوک سټوډیو کې هم سندره ویلې وه.

د اریانې خپلوانه وايي، نوموړې په اسلام اباد کې مسلمانه شوې ده.

مشال راډیو په سمدستي ډول له فارسي ګلې (اریانې) سره په رابطې نه ده توانېدلې.

اریانا د کالاش د بمبورېت درې اوسېدونکې ده.

کالاشیان خپل ځانګړی دود، دستور، ژبه او دین لري.

د کالاش ابادي خورا کمه ده او د سیمې مشران یې د دین بدلولو خلاف دي او د ابادۍ کمېدو اندېښمن کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG