نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ۲۰۲۵م کال د ژمي لومړۍ واوره شوې ده. له بېلابېلو سیمو سېلانیان د سوات ملم جبې ته ور مات شوي دي. دا په سوات کې تر ټولو ښکلې سیمه بلل کېږي. ځايي انتظامي چارواکي وايي چې د سېلانیانو د اسانتیاوو لپاره یې ټول اړوند ګامونه پورته کړي دي.
فضل احمد وايي: "۱۸ لکه روپۍ رانه وهي، د خدای لپاره زما پوښتنه وکړئ او زما پیسې ترې راوباسئ. زه دفتر په دفتر ګرځم، عدالت ته هم تلی یم، راسره وعدې کوي خو پیسې نه راکوي."
علي د نومبر پر ۱۵مه د سوات د خبریالانو په مرکز کې خبري غونډې ته د کابینې د وروستۍ غونډې په اړه معلومات ورکړل او و یې ویل، له افغانستان سره د تجارت بندول د صوبې ولس او کاروباریانو ته تاوان رسوي.
د سوات د کرنیزې پرمختیا ادارې مشر وايي، په لومړي ځل یې هلته د کروندګرو لپاره د زعفرانو د کښت بریالۍ تجربه کړې ده. ډاکتر افتخار احمد وايي، د زعفرانو حاصل کروندګرو ته لویه مالي ګټه رسولای شي. نور په لنډ ویډیويي راپور کې.
د سوات په بريکوټ بازيره کې د پاکستان او ايټاليې د حکومتونو له خوا د لرغونو اثارو د لټون نوی کار پيل شوی دی. کارکوونکي وايي چې په دغه ځای کې د زرګونو کلونو پخواني اثار ښکاره شوي او دلته به د پوهنتون زده کوونکي هم دوی پر کار ګوماري. ويډيويي راپور .
د خيبر پښتونخواد سوات کوهستان قامي جرګې د سيمې پر قدرتي وسيلو د خپل اييني حق غوښتنه کړې ده. د اکتوبر پر پینځمه د شوې جرګې ويناوالو پنجاب صوبې ته په اشاره وويل چې له سيمې برېښنا او معدنيات وړي او استعمالوي، خو د ایین تر مخې دوی پر خپلو دغو شتمنیو ورکړل شوی حق نه ورکوي.
د سېپټېمبر ۲۷مه هرکال د سېلګرۍ د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. په دې مناسبت د سوات په فضاګټ کي د هوټلونو د کارکوونکو لخوا يوه دستوره جوړه شوې وه. پر دې موقع دوی وويل چې د هوټل مالکان د حکومت لخوا د دوی لپاره ټاکل شوي مراعات او نور سهولتونه نه ورکوي
د سوات خلک وايي امن غواړي خو په هغه بیه نه چې بیا به کډې کوي او یا هم د وسلوالو خلاف ولسي لښکرې جوړوي. دوی وايي، د پوځ د عملیاتو پلوي هم نه دي، حکومت دې د پولیسو په مرسته امنیت ټینګ کړي.
نن د پاکستان او هند ترمينځ په دوبۍ کې د اسیا جام سياليو د دوم پړاو لوبه کېږي. د لومړي پړاو يه يوه لوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه او هندي لوبغاړو پاکستانیو لوبغاړو ته له لاس ورکولو ډډه کړې وه. دا چې د ننۍ لوبې په اړه د کرکټ مينه وال څه وايي؟
دا مظاهره وروسته له هغې ترسره کېږي چې د سېپټېمبر پر نهمه په سوات کې د عوامي نیشنل ګوند یو مشر جعفر خان په وسلوال برید کې ووژل شو.
د سوات انتظامیې د سېپټېمبر له نهمې نېټې راهیسې د سوات سیند پر غاړه د ابادو هوټلونو، رسټورانټونو او نورو ودانیو نسکورول پیل کړي دي. د انتظامیې دریځ دا دی چې دا ابادۍ د تجاوزاتو په بڼه شوي دي.
دا مظاهره د سېپټېمبر پر ۱۲مه د سوات د کبل تحصیل په چوک کې وشوه چې ورته د سیمې مشرانو او سیاسي شخصیتونو وینا وې وکړې. په مظاهره کې سلګونو کسانو ګډون وکړو.
د جعفر خان په وژنه د عوامي نیشنل ګوند مشرانو او په سوات کې د قامي جرګې مشرانو خواشیني ښکاره کړې ده.
اتیا کلن حضرت خلیل د سوات د مینګورې د لنډي کس مالت اوسېدونکی وايي د اګست د ۱۵مې سېلاب ورته کور ویجاړ کړ چې هغه یې د بیا جوړولو وس نه لري نو حکومت دې ورته څه چاره وکړي.
د سوات په مینګوره ښار کې د اګست پر ۱۵مه تر لوی سېلاب وروسته لا هم د کورونو، دوکانونو او لارو د پاکولو چارې دوام لري چې پکې د ښار اوسېدونکي او د خیریه بنسټونو غړي هم برخه اخلي. د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د بارانونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې تر ۳۵۰ زیات کسان ووژل شول. ویډيويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سوات، بونېر او د خیبر پښتونخوا د نورو سېلاب ځپلو سیمو ته تللی او هلته یې ویلي دي چې حکومت یې له اغېزمنو خلکو سره مرستو ته ژمن دی.
د سوات د مینګورې اوسېدونکی ډاکتر عدنان خان وايي، سېلاب یې په دوو ساعتونو کې د کور ټول سامان یووړ. دی وايي، سېلاب د ټولې کوڅې د اوسېدونکو کورونه اغېزمن کړي دي. د خان په خبره، حکومت ورسره لا هېڅ مرسته نه ده کړې. لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور وښیئ