مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
ريچرډ بېنټ زياته کړې چې هغه به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د افغان ښځو او نارینوو له بېلا بېلو ډلو سره خبرې کوي او پر دې سربېره به له کارپوهانو او حکومتي استازو سره هم لیدنې کوي.
په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي چې له دې سره په تېرو دوو میاشتو کې په یاده صوبه کې د باران او سېلاب له کبله د وژل شویو شمېر ۸۸ ته رسېدلی دی.
سپینې ماڼۍ ویلي، د ټولو هغو هېوادونو هرکلی کوي چې د روسیې د یرغل د پای ته رسولو په اړه یې د کییف نظرونه اورېدلي دي.
کمېټۍ دا پرېکړه د اګست په ۲۲مه په اسلام اباد کې په يوه غونډه کې وکړه چې د د ماليې وزير محمد اورنګزېب يې مشري کوله.
د دغه سازمان د اسیا د برخې مشرې ايلېن پییرسن د اګست پر ۲۱مه په يو بيان کې ويلي چې د طالبانو دا پرېکړه "د حیرانتیا وړ نه ده"، ځکه د هغې په وينا، دغه ډلې لا له وړاندې بشري حقونو ته "هېڅ پام نه دی کړی".
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۹مه ماښام په يوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه د ۱۸م او ۱۹م اګست په منځنۍ شپه په ماموندو سيمه کې شوې ده. د خبرپانې ترمخه، د سرتېرو په ځوابي ډزو کې پينځه وسله وال وژل شوي او څلور نور زخمي شوي دي.
د ترهګرۍ ضد عدالت جج ابولحسنات د اګست پر ۱۷مه د علي وزير د مقدمې اورېدنې پرمهال د پولیسو له خوا د نور جسماني ریمانډ غوښتنه رد کړه او امر یې وکړ چې هغه دې جیل ته ولېږل شي.
حامد مير په خپله عريضه کې ليکلي چې د انټرنېټ خنډ د وګړو "اساسي حقونه" تر پښو لاندې کوي. نوموړي غوښتنه کړې چې "انټرنېټ ته لاسرسی" دې د پاکستان په اساسي قانون کې "د وګړو اساسي حق" وګرځول شي.
د اتمانزیو جرګې مشرانو د اګست پر ۱۳مه په ميرلي کې د امن پاڅون ګډونوالو ته وويل چې د دوی پر بيا بيا غوښتنو سربېره هم حکومت ورسره د امن پر ځای کولو ژمنه نه ده پوره کړې.
د پاکستان پوځ ویلي چې د اګست پر نهمه یې په خیبر ضلع کې په درو بېلا بېلو ځایونو کې له وسله والو سره په نښتو کې څلور وسله وال او درې امنیتي عسکر وژل شوي دي.
د هنګري پر وروستي اقدام نیوکه دا ده چې له دې سره په شېنګن سیمه کې امنیت خرابېدای شي او د روسیې د جاسوسۍ احتمال ډېرېدای شي ځکه چې کارډ لرونکي په نظري او عملي ډول کولای شي چې په اروپايي هېوادونو کې ازاد تګ راتګ وکړي.
۶۲ کلن هنیه د جولای پر ۳۱مه سهار وختي په تهران کې په یو برید کې ووژل شو. ایران د هغه د وژنې پړه په اسراییلو اچوي خو اسراییلو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. د نوموړي د جنازې لمونځ د اګست پر لومړۍ نېټه د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په امامت کې وشو.
بلوڅې وویل چې د امنیت شورا په رپورټ کې دا هم راغلي چې ټي ټي پي په یو "پراخ سیمه ییز ګواښ او یا هم د نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ په یو چتر بدلېدای شي."
د ۶۲ کلن هنیه جنازې ته د ایران ګڼ لوړپوړي چارواکي او زرګونه خلک ورغلي ول او ټول مراسم پر دولتي ټېلېوېژن ژوندي خپاره شول. نوموړی په قطر کې مېشت وو او مړی یې په دوحه کې خاورو ته سپارل کېږي.
د خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي د جولای پر ۱۷مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې اسلام اباد د روانې میاشتې له لومړۍ راهیسې له افغانستانه هغه هېواد ته د سبزیو او مېوو پر لېږد مالیه شاوخوا ۱۵ چنده لوړه کړې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ويلي چې په طوفان او باران کې ۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي او پر سلګونه جریبه ځمکه ولاړ فصلونه له مينځه تللي دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر په یو خبرپاڼه کې ویلي چې پر یاده نېټه مازدیګر شاوخوا څلور بجې په جلال اباد او اړوند ولسوالیو کې له سخت توپان سره په یو وخت شدیده ږلۍ او او ډېر باران شوی دی.
دا خبره د پیسو نړیوال صندوق د جولايي پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې کړې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ۳۷ میاشتني پور پروګرام وروستۍ منظوري به د دې ادارې اجرایوي بورډ ورکوي.
نور وښیئ