فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
دوی پر ریاست غږ وکړ چې دلته به نوره بدامني ونه مني او د امن لپاره به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي. په جلسه کې ځینو سیاسي مشرانو دا هم وویل چې د اکتوبر په ۱۱ نېټه په خیبر کې د پښتون قام عدالت په نوم رابلل شوې غونډې ملاتړ کوي. ویډیویي رپورټ.
د سیاسي اتحاد مشرانو ویلي چې دوی به په دې اړه د خلکو هڅولو او د هغوی ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د سیمې کور پر کور او کلي پر کلی ګرځي او ولس ته به په دې احتجاجونو کې د ګډون بلنه ورکوي.
پرلتوالو له تېرو شاوخوا ۲۲ ورځو راهيسې د پېښور او تورخم ترمينځ د خيبر لويه لاره د مال وړونکو ګاډو پرمخ تړلې ده چې ورسره د افغانستان او پاکستان ترمينځ دوه اړخيزه تجارت اغېزمن شوی دی.
د کمېټې مشر ملک نصير کوکي خېل د سېپټېمبر پراتمه پرلتوالو ته په وينا کې وويل چې خپلمنځي مشوره يې پيل کړې چې د خيبر درې د لويې لارې په ګډون د ضلعې وړې هغه هم د ګاډو پرمخ وتړي
د سوداګرۍ ګډې خونې سلاکار ډاکتر مخلص احمد د سېپټېمبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې مال لېږدوونکي ګاډي د خیبر درې عمومي سړک پر ځای د شلمان له لارې تګ راتګ ته مجبور شوي دي.
د تیرا د راجګل کډوالو له ۱۵ ورځو راهیسې په جمرود کې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی او تورخم ته تلونکې لاره یې تړلې ده. د دې له وجې افغانستان ته مال لېږدوونکې لسګونه لارۍ بندې پاتې دي. ډرېوران وايي چې حکومت دې له کډوالو سره خبرې وکړي چې لاره خلاصه شي. ویډيويي رپورټ.
پولیس وایي، هغو کسانو د اګست پر ۲۸مه په خپلو ویناګانو کې د پاکستان د پوځ د لوړپوړو چارواکو او د هغوی د کورنۍ د غړو د وژنې ګواښونه کړي، د ځانمرګو بریدګرو او هدفي وژنو د استولو دړکې یې ورکړي او خلک یې بغاوت ته هڅولي دي.
منظور احمد پښتین دا څرګندونې د اګست پر ۳۰مه د خیبر ضلعې په جمرود کې وکړې چیرته چې په بیګیاړۍ سیمه کې احتجاجي کیمپ لګېدلی دی. دا کیمپ د کوکي خېل راجګال سیمې کډوالو لګولی دی. د دوی پر احتجاج میاشت اوړي او د پېښور او تورخم ترمینځ لاره یې تړلې ده.
دوی وایي پرلتوال بايد د خیبر درې لاره په داسې ځای کې وتړي چې بار وړونکي ګاډي پکې نه ایسارېږي او د افغانستان او پاکستان ترمينځ تجارت روان وي.
د دوی په وینا، د پرلت له کبله نه یوازې د خوراکي توکو په رسولو کې مشکلات دي بلکې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سبزیو او مېوو ټرکونه هم ایسار شوي دي.
د اتحادیې یو مشر خان ولي اپرېدي د اګست پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې داسې عملیات نه مني چې پکې يې ځان، مال او عزت خوندي نه وي.
هغه لاره د اګست پر ۱۲مه د تورخم په غوړکي کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډزو له وجې تړل شوې وه. تر هغې یوه ورځ وروسته چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې لاره پرانیستل شوې، خو د پاکستان امنیتي ځواکونو چا ته د تګ اجازه نه ورکوله.
په تورخم کې د ګمرک یا کسټمز ادارې یو چارواکي عدنان خان مشال راډیو ته وویل چې د هغو اسنادو لرل د اګست له لومړۍ څخه عملي شوي دي او چې کوم ډرېوران یې لري، هغوی په ازادۍ تګ راتګ کولای شي.
د خیبر ضلعي د پولیسو ویاند ظهیر خان اپریدي مشال راډیو ته وویل، چې د جولای ۳۰مې په شپه، په لنډي کوتل کې د پولیسو په ګزمه په هغه برید کې یو پولیس افسر او یو عادي وګړی ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
په خیبر کې د بشري حقونو فعالان وايي چې په وروستیو کې له هغې ضلعې څخه په ناقانونه ډول بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو تګ زیات شوی دی. دوی وايي چې اکثر ناراجسټره سفري شرکتونه ځوانان نورو هېوادونو ته لېږدوي چې له وجې یې هغوی بیا په بهرنیو هېوادونو کې پټ اوسېدو ته اړ شي. نور په دې رپورټ کې.
په تورخم کې پاکستان ته د تلونکو ځینو افغانانو د ستنولو بهیر دوام لري. پاکستاني چارواکي وايي چې هغوی طبي یا د تعلیم ویزې په ناسمو یا جعلي اسنادو ترلاسه کړې دي. خو مساپر وايي چې ویزې ورته په کابل کې اېجنټانو د پاکستان له سفارته اخیستي دي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ