عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشال وايي له طالبانو سره د سولې په خبرو کې یې هېواد جدي دی او په دې لړ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه یې هیله داده چې له زړه نه همکاري وکړي.
د مې پر ۱۹مه په اسلام اباد کې هزاره ګانو د کلتور ورځ ولمانځله. غونډې ته لسګونه هزاره ګان ورغلي ول چې په ویناګانو کې یې خپلې ټولنې ته ورپېښو ګواښونو په ګډون د خپل ژوند او کلتور په اړه هم معلومات ورکړل. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مې پر ۱۸مه، د اسلام اباد په اسلامي نړیوال پوهنتون کې د افغان زده کوونکو د فراغت غونډه وشوه. په اسلام اباد کې افغان سفیر شکر الله عاطف مشعل په وینا کې
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بېلا بېلو قبایلي سیمو استازو د مې پر ۱۳مه هغه اییني ترمیم د منظورۍ ستاینه کړې چې پکې په
د روژې له راتګ سره سم، د پاکستان په یو شمېر سیمو کې د ورځني استعمال شیانو بیې لوړې شوې دي. د راولپېنډۍ او اسلام اباد په منډیو کې د سبزیو او مېوو بیې څو چنده لوړې شوې دي. په دې ویډیويي رپورټ کې مو له دوکاندارانو او اخیستونکو سره خبرې کړې دي.
د کارګرانو نړیوالې ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې لاریون شوی چې پکې د کارګرانو عوامي ګوند د مشرانو او پلویانو او ګڼو خلکو برخه واخیسته. د لاریون برخوالو مشال راډیو ته وویل، حکومت دې مزدورانو او کارګرانو ته اسانتیاوې او د هغوی حقونه ورکړي. ویډیو وګورئ.
پښتون سټوډنټس فېډرېشن د اسلامي پوهنتون څانګې د پښتو یوه مشاعره راجوړه کړې وه چې پکې د اسلام آباد د نورو تعلیمي ادارو زده کونکیو ترڅنګ کاروباري او سیاسي وګړیو هم ګډون کړی وو. د مشال راډیو همکار عمران یونس ویډيو راپور
د اپرېل پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د مردان عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکي مشال خان دویم تلین په مناسبت لاریون شوی چې ورته لسګونه زده کوونکي ورغلي ول.
په اسلام اباد کې د یو سکول زده کونکیو او استادانو د امن مارچ په نوم لاریون وکړ. لاریونوالو ویل پرمختګ هغه وخت راتللی شي چې په یو هېواد کې امن وي. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د "اروپا ورځ" په نوم مېله شوې چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو جوړه کړې وه. د اپرېل شپږمې پر ماخوستن دې مېلې ته ګڼ خلک ورغلي ول
د اسلام اباد په نېشنل کالج اف ارټس کې د پاکستان د ورځې په مناسبت په یوه کلتوري غونډه کې د نورو صوبو د فنکارانو ترڅنګ پښتنو هنرمندانو هم ګډون وکړ، ګڼ پښتانه لیدونکي هم دغې غونډې ته د لیدو لپاره ورغلي وو. د مشال عمران یونس پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د پاکستان پيپلز ګوند چیېرمېن بلاول بوټو زرداري وايي دا يې د ګوند غلطي وه چې په خپل دور حکومت کې يې د نېب په تور قانون کې څه بدلون ونکړو خو په راتلونکي کې به د ايين نه د هر پوځي امر لخوا شامل کړې شوې تور قانون وباسي.
د مارچ پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې پر خبرو یو ورځنۍ غونډه وشوه. د غونډې ځېنو ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، د امریکا او طالبانو خبرې ښايي مثبتې نتیجې ولري. د افغانستان د ملي جبهې مشر انوار الحق احدي وايي، دی هیله من دی
یاسر او اصف د پنجاب په راولپېنډۍ کې په مستريخانه کې کسب زده کوي او کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کوي. په مستريخانو کې ماشومان اکثر د استادانو د تشدد ښکارېږي خو دا دواړه ماشومان خوشبخته دي.
د خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو په ګډون له ټول پاکستانه د بنیادي تعلیم کمیونټي سکولونو استادان یو وارې بیا په احتجاج دي او وايي، حکومت ورسره بیا بیا لوظونه کوي خو پوره يې نه کړه. د دوی غوښتنه ده حکومت دې ورته بندې تنخاګانې ورکړي او نوکرۍ دې ورته پخې کړي.
په اسلام اباد کې د انډس کلچر فورم تر سیورې لاندې ادبي میله کې د پښتو په ګډون د ۱۵ مورنیو ژبو سره تعلق لرونکیو له ۱۰۰ څخه زیات لیکوالان او شاعران ګډون لري. مېله نن [دفبرورۍ پر ۱۶مه] پېل شوه چې سبا به هم دوام ولري. په دې اړه د عمران یونس ويډيويي راپور وګورئ.
د سعودي ولي عهد محمدبن سلمان د پاکستان د دورې په مناسبت په اسلام اباد کې سخت امنیت ګامونه اخیستل شوي. د شهزاده د هرکلي په موخه د ښار په واټونو کې د هرکلي بینرې او عکسونه لګول شوي دي. په دې اړه د عمران یونس ویډیو ظفر خان ایډیټ کړې ده.
د پاکستان د هنرونو ادارې (نیشنل کونسل اف ارټس) په اسلام اباد کې د اسیايي خوړو مېله جوړه کړې چې ورته یو شمېر خلک ورځي. په دې دوه ورځنۍ مېله کې چې د فبرورۍ پر ۱۰مه پای ته رسي، د پاکستان او افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو خواړه پخېږي او خلک یې خوري. په اړه یې دا ویډیو وګورئ.
په اسلام اباد کې خبریالانو د خپلو حقونو لپاره په يوې احتجاجي مظاهرې کې د رسنیو له مالکانو غوښتي چې نه يوازې کارکونکو ته پر وخت تنخاګانې ورکړي بلکې هغوی دې په زوره له نوکريو لرې نه کړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جنورۍ پر ۳۱مه، په پاکستان کې د قانون جوړونې، پارلېماني چارو او روڼوالي ادارې (پېلډاټ) او د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) په اسلام اباد کې یو پروګرام جوړ کړی وو
نور وښیئ