طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
د کورمې انتظامي مشر جاوېد الله مسید د نومبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د اوربند رسمي اعلان لا نه دی شوی خو دواړو لوریو ورسره په نښتو درولو موافقه کړې ده. دی وايي چې د کورمې په ځینو برخو کې لا هم ډزې کېږي چې د درولو هڅه یې کوي.
د شیعه ګانو یو مشر عاقل حسین د نومبر پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې په سيمه کې خپل واک عملي کړي او جنګ دې ودروي. د سنیانو يو مشر حاجي سليم خان اورکزي مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې د اعلان کړي اوربند د عملي کولو تر څنګ د خونړيو پېښو د پيلولو په پلټنو کولو عاملينو ته سزا ورکړي.
د بګن سیمې يو مشر حاجي محمد کريم د نومبر بر ۲۵مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې انتظامي او پوځي افسرانو ته يې څلور مړي ورسپارلي او له مخالف لوري يې پينځه ښځينه ترلاسه کړې دي.
د سیمې روغتیايي چارواکي، مشران او اوسېدونکي وايي چې د نومبر ۲۳مې په تاوتریخوالي کې ۱۰ نور کسان ووژل شول او د دواړو خواوو تر ۱۵۰ پورې کسان ژوبل شول. په دې ډول د مساپرو پر ګاډو د نومبر پر ۲۱مه په وسلوال برید او له هغه وخت راهیسې په تاوتریخوالي کې د وژل شویو ټول شمېر تر شاوخوا ۸۵ پورې رسېدلی دی.
مرستیال کمشنر جاویدالله مسید د نومبر پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې جګړه لومړی په جلامئۍ ، چاردیوال او ټالو کونج کې پیل شوې او بیا نورو سیمو ته غځېدلې ده.
د انجمن حسینیه په نوم د شیعه ګانو سازمان یو مشر جلال حسین بنګښ د جمعې تر لمانځه مخکې په خطبه کې پر تاوتریخوالي خپګان ښوولی دی او ویلي یې دي چې شیعه ګان ودانیو او بېخبنا ته د زیان رسولو له پېښو سره هېڅ تړاو نه لري.
د سیمې پولیسو، ځايي انتظاميې او ولسي مشرانو مشال راډیو ته وویل چې حمله د نومبر پر ۲۱مه ماسپښین مهال له پېښوره پاړه چینار ته د تلونکو ګاډو پر قافله شوې ده.
یو ځايي مشر ملک اقبال بادشاه پرلتوالو ته په وينا کې وویل چې حکومت دې د عامو خلکو د ځورولو پر ځای د امنیت ټینګولو په لړ کې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.
په کورمه کې کړکېچ وروسته له هغې پیل شوی چې د نومبر پر پینځمه په بګن کې له ډډکمر سره نږدې له پېښوره د پاړه چینار پر لور روان د شیعه مساپرو پر دوو ګاډو وسلوال برید وشو. په هغه پېښه کې د پېواړ مشتاق علي او د شیلوزو وهاب علي وژل شوي او ورسره یوه ښځه لږ ژوبله شوې وه.
د دې احتجاج او د انجمن حسینيه يو مشر جلال حسین بنګښ د نومبر پر اوومه په يو ويډيويي پيغام کې پر حکومت غږ وکړ چې مساير دې خوندي او ټولې لارې دې پرانیزي.
د شاه دولتخېلو لایق حسین د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر دویمه د قافلې له سفر سره یې د تګ راتګ او نورې مسلې په لنډمهالي ډول هوارې شوې خو غواړي چې حکومت دې په دایمي ډول د لارو پرانیستو لپاره اقدامات وکړي.
په پاړه چینار کې دیني عالم مولانا نور حسین نجفي د اکتوبر پر ۱۸مه یوې غونډې ته د خپل خطاب پر وخت وویل، په سیمه کې د مقبلو پر قافلې تر برید وروسته لارې تړل کېدو سره د هغوی د ساتنې لپاره د حکومت پالیسي ته حیران دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې نښته د اکتوبر پر ۱۷مه مازیګر پیل شوه چې تر شپې ناوخته پورې روانه وه. تر اوسه د نښتې لامل معلوم نه دی خو دواړه لوري یې یو بل په پیلولو تورنوي. د کورمې انتظامیې لا د پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
بلخوا، په پاړه چینار کې د اکتوبر پر ۱۳مه، د ترسره شویو بریدونو په تړاو د شیعه ګانو مشرانو، سیاسي شخصیتونو او علماو په ګډه غونډه کې هغه بریدونه غندلي دي. دوی له حکومته د سیمې د امنیت خرابوونکو پر ضد د ګامونو غوښتنه کړې.
د انتظامیې یو لوړپوړي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازنه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پر ۱۲مه د کونج عليزو غره ته پر تلليو درو کسانو ډزې وکړې چې پکې هغوی ژوبل شول. دوی وايي وروسته وسلوالو په هم هغه سیمه کې د مساپرو د ګاډو پر کاروان برید وکړ.
د ضلعي انتظامیې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو پر شرط مشال راډیو ته وویل چې لومړۍ هغه مهال وشوه چې د کونج علي زو غره ته تللي کسان نامعلومه وسلوالو ووژل.
په همدې حال کې د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې او بي بي سي خبر ورکړی دی چې د اکتوبر پر پینځمه د بلوچستان په قلات کې د سړک تر غاړې د ښخ بم په چاودنه کې درې پوځیان وژل شوي او څلور ژوبل دي.
نور وښیئ