کورمه: پر ډيورنډ کرښې جګړې د دواړو خواوو ولسونه ناکراره کړي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د چارواکو په وینا د کورمې په خرلڅيو کې د نومبر پر ۲۰مه شپې مهال پر ډيورنډ کرښه د افغان طالبانو او ځايي قومونو ترمینځ له نښتې وروسته لاره تړلې پرته ده او د سیمې ولس له وېرې او بې یقینۍ سره مخامخ دی.

د چارواکو په وینا د کورمې په خرلڅيو کې د نومبر پر ۲۰مه شپې مهال پر ډيورنډ کرښه د افغان طالبانو او ځايي قومونو ترمینځ له نښتې وروسته لاره تړلې پرته ده او د سیمې ولس له وېرې او بې یقینۍ سره مخامخ دی. تر وروستیو راپورونو د جګړې د هوارې لپاره روان مذاکرات هم ناکامه شوي دي. دا چې دا جګړه ولې پیل شوه او د هواري لپاره یې څه هلې ځلې روانې دي؟ نن "د کرښې پر غاړه" اوونيزه خپرونه کې بحث ورباندې شوی دی چې شاهين بونېری يې وړاندې کوي.