نن په افغانستان کې پر کابل پوهنتون د دوشنبې ورځې خونړي برید ملي ویر دی چې نېږدې ۲۲ تنه پکې وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل دي.
ولسمشر اشرف غني امر کړی چې د هېواد دننه پر دولتي ودانیو او بهر د افغانستان پر ټولو ډیپلوماټیکو نمایندګیو دې د افغانستان ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.
ولسمشر غني په هغه وینا کې چې برایه ماښام ارګ پر خپله ویب پاڼه خپره کړې، پر کابل پوهنتون برید یو بشري جنایت وباله او ویې ویل پر ” جوماتونو، امام باړو، علمي، فرهنګي او اکاډمیکو مرکزونو او پر ټولګټو تاسیساتو ” بریدونه د بشریت ضد جنایت دی.
”د طالبانو په ګډون نورو ټولو ترهګرو ډلو ته په وضاحت وایو چې په دې ډول وحشتونو او بریدونو د دې عظیم ولس لوړې ارادې نه شئ کمزورې کولی.“
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، په دغه حمله کې چې په دوشنبه درېوو وسله والو په کابل پوهنتون کې ترسره کړه، ۱۹ تنه ووژل شول او ۲۲ نورژوبل شول.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاندې معصومه جعفري ویلي چې د دغې پیښې ۲۲ مړي روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د دغه برید ذمه واري په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې یا داعش په غاړه اخیستې ده. طالبانو ویلي چې په برید کې لاس نه لري.
دا هم وګورئ: د کابل پوهنتون استاد محمد امیر کامهوال د سترګو لیدلی حالتر دې مخکې له کابل پوهنتونه عیني شاهدانو مشال راډیو ته ویلي ول چې د دغه پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته نېږدې د ډزو غږونه واورېدل شول.
د کابل پر پوهنتون برید مختلفو لوریو غندلې.
په افغانستان کې د ناټو لوړپوړي ملکي استازي ستېفانو پونتیکورفو پر ټوېټر په بیان کې د حملې د غندلو ترڅنګ ویلي چې دا په تېرو ۱۰ ورځو کې د کابل پر تعلیمي ادارو دویم برید دی.
دناټو ستر ملکی استازی: “زه پرکابل پوهنتون ننی خونړی بریدپه کلکه غندم. داپه لسو ورځو کې په کابل کې پر تعلیمي ادارو دوهم برید دی. افغان ماشومان او ځوانان اړتیا لري ښوونځي ته دتګ پرمهال ځانونه خوندي حس کړي. ناتودتاوتریخوالي دمخنیوي لپاره د ټولو هڅو ملاتړې ده. “
— NATO in Afghanistan (@NATOscr) November 2, 2020
د اکتوبر پر ۲۳مه شپې مهال د کابل د دشت برچي پل خشک سیمه کې د کوثر دانش په نوم پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید شوی وو.
په هغه پېښه کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۵۷ تنه ټپيان ول او د حملې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې وه.
پونتیکورفو لیکلي چې افغان ماشومان او ځوانان اړتیا لري چې ښوونځي ته د تګ پر مهال ځانونه خوندي احساس کړي.
پر کابل پوهنتون نننی تروریستي برید په کلکه غندو. د خپلو امنیتي ځواکونو په پیاوړو مټو بشپړ باور ولرو، چې په چټکۍ به تروریستان له منځه یوسي. په هلمند کې د تروریستانو تر شرمناکې ماتې وروسته اوس؛ دغه ډلې وارخطا شوي او اکاډمیک ځایونه په نښه کوي.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) November 2, 2020
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پر ټوېټر په بیان کې د حملې غندنه کړې او زیاتوي چې وسله وال تېره میاشت په هېلمند کې تر ماتې وروسته اوس اکاډیمیک ځایونه په نښه کوي.