پاکستان خبرو ته د طالبانو حاضرولو لپاره تر بل هر چا زیاتې هڅې کړي: عمران خان

افغان ولسمشر اشرف غني، د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایېف او د پاکستان وزیراعظم عمران خان د تاشکند په غونډه کې - د ۲۰۲۱ز د جولای ۱۶مې انځور.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې د مذاکراتو مېز ته د طالبانو په راوستو کې اسلام اباد تر بل هر چا زیاتې هڅې کړې دي.

نوموړي د جولاۍ پر ۱۶مه د ازبکستان په مرکز تاشکند کې نړیوال کنفرانس ته په وینا کې د افغان ولسمشر اشرف غني د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې له ناکرارۍ تر ټولو زیات پاکستان متاثره شوی دی.

دا غونډه چې "د سیمه ییز اتصال او موقعو" موضوع ته ځانګړې شوې وه ورته وزیراعظم خان او افغان ولسمشر اشرف غني په ویناګانو کې د افغانستان پر امنیتي حالاتو څرګندونې وکړې.

تر دې مخکې، د جولای پر ۱۴مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې هم د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې، چې اقتصادي، فرهنګي او امنیتي موضوعاتو ته ځانګړې شوې وه، تر ډېره د افغانستان د امنیت په اړه خبرې وشوې.

د عمران خان او اشرف غني څرګندونې

ولسمشر اشرف غني د تاشکند غونډې ته په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان د جدي مذاکراتو لپاره د طالبانو د حاضرولو لپاره خپل نفوذ نه کاروي خو وزیراعظم عمران خان وویل، اسلام اباد په دې برخه کې تر ټولو زیاتې هڅې کړې دي.

وزیراعظم عمران خان په خپله وینا کې ولسمشر غني مخاطب کړ او و یې ویل، "زه دا ویل غواړم چې په افغانستان کې له شخړې څخه به تر ټولو زیات پاکستان اغېزمنېږي. د [ترهګرۍ پر ضد په جګړه او ناامنیو] کې په پاکستان کې تر ۷۰،۰۰۰ کسان ووژل شول. د شخړې تودېدل به اخري شی (څیز) وي چې پاکستان به یې غواړي. زه په یقین وایم چې طالبان د مذاکراتو مېز ته په راوستو کې هېڅ کوم هېواد تر پاکستان زیات کوښښونه نه دي کړي."

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایېف په تاشکند کې د ملاقات لپاره روان دي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۵مې انځور.

د تاشکند غونډې ته د پاکستان، افغانستان، امریکا، روسیې او اروپايي ټولنې په ګډون تر ۴۰ زیاتو هېوادونو او سازمانونو مشران او استازي ورغلي ول.

د شخړې تودېدل به اخري شی (څیز) وي چې پاکستان به یې غواړي
عمران خان

افغان ولسمشر اشرف غني د جولاۍ پر ۱۶مه غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ چې له پاکستان او نورو هېوادونو نه وسله وال افغانستان ته داخل شوي دي.

"استخباراتي معلومات ښيي چې تېره میاشت تر ۱۰،۰۰۰ زیات جهادي وسله وال له پاکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته داخل شوي دي چې ورته د خپلو ملګرو نړیوالو ترهګرو تنظیمونو ملاتړ هم تر لاسه دی. باوري نړیوال څارونکي په دې متفق دي چې هغوی (طالبانو) له ترهګرو تنظیمونو سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې."

استخباراتي معلومات ښيي چې تېره میاشت تر ۱۰،۰۰۰ زیات جهادي وسله وال له پاکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته داخل شوي دي
اشرف غني

غني د نورو هېوادونو نوم یاد نه کړ خو زیاته یې کړه چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د هغه هېواد د پوځي مشرانو په بیا بیا باور ورکړی چې پر افغانستان د طالبانو واکمني یې د هېواد په ګټه نه ده خو بیا هم طالبان د "سولې جدي خبرو اترو ته په حاضرولو کې خپل نفوذ نه استعمالوي."

پاکستان په بیا بیا ویلي چې پر طالبانو نفوذ لري خو تر کنټرول لاندې یې نه دي.

د طالبانو مستقیم ملاتړ تورونه او غبرګون

اشرف غني مخکې د مې پر ۱۴مه د جرمني له دېر شپیګل مجلې سره په مرکه کې پاکستان د طالبانو په مستقیم ملاتړ تورن کړی وو.

نوموړي ویلي ول چې طالبانو ته په پاکستان کې لاجیسټيکي او مالي مرستې ملاوېږي.

افغان ولسمشر اشرف غني د تاشکند غونډې ته د وینا پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۶مې انځور.

غني زیاته کړې وه چې طالبان هلته د کوټې شورا، میرامشا شورا او پېښور شورا په نوم موجود دي، له هغه ځایه پرېکړې کوي او له "ریاست سره ژور تعلقات" لري.

د دغو څرګندونو په ځواب کې د پاکستان د خارجه دفتر ویاند زاهد حفیظ چودري ویلي ول چې دغه راز "بې بنیاده بیانونه" د دواړو هېوادونو تر منځ باور زیانمنوي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د باور جوړونې اړتیا

په پېښور کې د سیمه ییزو چارو کارپوه اعجاز خټک مشال رېډیو ته وویل چې اوس تر هر وخته زیات ضرورت د دې دی چې د باور فضا جوړه وي او د سولې لپاره کوښښونه وشي.

دی وايي، "افغانستان دا تمه لرله او لري یې" چې پاکستان چې له پخوا راهیسې "پر طالبانو اثر لري" هغه "استعمال کړي او خبرو ته یې کښېنوي. پاکستان همېشه دا ځواب ورکړی چې دوی پوره کوښښ کړی او طالبان یې هره خبره نه مني. داسې ښکاري چې د پاکستان او افغانستان تر منځ په تعلقاتو کې کشالې زیاتې شوي. دا تمه وه چې دا مهال د دوی په تعلقاتو کې ښه والی راغلی وی او پاکستان هم خپل کردار [جوت] کړی وی. خو روغه ډېره ضروري ده. تر هغو چې د بیانونو خبره ده، زما په فکر دا یوه سلسله ده. د هغې وجه دا ده چې د دواړو پر یوه بل باور نشته."

د دواړو هېوادونو له لوري د بیانونو سلسله تر هغې وروسته نوره هم پراخه شوه چې طالبانو د افغانستان په شمال کې یو شمېر ولسوالۍ ونیولې.

افغان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۲۱ز کال د جولای پر ۱۶مه په تاشکند کې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره ولیدل

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د جون په پای کې له شخصي ټېلېوېژن جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي ول چې د اسلام اباد په شاوخوا کې د افغان طالبانو کورنۍ ژوند کوي او په هسپتالونو کې یې علاجونه هم کېږي. د شیخ رشید دې بیان پر ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونونه پارولي ول.

په کابل کې شنوونکی نجیب الله ازاد وايي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا بیان د اسلام اباد د هغه موقف ضد دی چې وايي طالبان په افعانستان کې د وسله والو فعالیتونو لپاره د پاکستان خاوره نه کاروي. د ازاد په خبره، واقعیتونه د بیانونو برعکس دي.

د ازاد په خبره، "کله چې شیخ رشید دا وویل نو تېره اوونۍ عمران خان په پارلېمان کې خپله وویل چې موږ خو د هغوی کورنۍ له هېواده نه شو شړلی. نو له یو ریاست سره چې یوه ډله په یوه شخړه کې مصروفه وي او د هغوی کورنۍ، اثاثې او تجارتونه هلته وي او دلایل دا وي چې موږ خو یې ایستلای نه شو، دا په دې معنا ده چې هغه تورونه چې پر دوی لګېدلي دي، هغه یوازې افغان حکومت نه دي لګولی بلکه د پاکستان اوسنیو او مخکینیو چارواکو هم منلي دي. نو زه دا فکر کوم چې پاکستان دا ومني چې هو، هلته طالبان شته خو په خپله پالیسي او ستراتیژۍ کې د بدلون راوستو کوښښونه وکړي. خو که له دې څخه انکار کوي چې پر موږ لګېدلي تورونه سم نه دي، دلته بیا بېرته بې اعتمادي زیاتېږي."

په عین حال کې د افغان ولسمشر دفتر ارګ د جولاۍ پر ۱۶مه پر ټوېټر په بیان کې وویل چې غني د تاشکند کنفرانس په څنډو کې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره ولیدل.

دا ملاقات په داسې حال کې شوی چې اسلام اباد ویلي د افغانستان د سولې لپاره ځانګړې غونډه جوړوي.

له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو وتل او د جګړې تودېدل

د تاشکند دوه ورځنۍ غونډه پر داسې مهال شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن حکومت له پرېکړې سره سم، له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو له پیل راهیسې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی دی.

وسله والو طالبانو د افغانستان یو شمېر ولسوالۍ نیولي دي خو افغان حکومت وايي چې د طالبانو خلاف یې عملیات روان دي.

بایډن د روان کال په اپرېل کې له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو د ایستلو لپاره لومړی د سېپټېمبر ۱۱مې نېټه ټاکلې وه خو په جولای کې یې وویل چې د اګست تر اخره پورې به په هغه هېواد کې پوځي ماموریت پای ته ورسي.

د ۲۰۲۰ز کال په فېبرورۍ کې د قطر په مرکز دوحې کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شوه چې پکې د طالبانو له لوري د امنیتي ضمانتونو په بدل کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتېرو ایستلو ژمنه شوې وه.