د مزارشریف په چاودنه کې د وژلیو شمېر ۲۵ ته ورسېد

د مزارشریف پر تاریخي سې دوکان جومات د اپرېل پر ۲۱مه حمله وشوه.

د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د پنجشنبې (زیارت) د ورځې په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګي چارو رییس ذبیح الله روحاني د اپرېل د ۲۱مې پر ماښام رسنیو ته وویل چې د اهل تشیع په جومات کې د ماسپښین لمانځه پر مهال په چاودنه کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي.

د هغې حملې ذمه واري اسلامي دولت یا داعش ډلې منلې ده. د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چوونکي مواد په سه دوکان جومات کې دننه ایښي ول.

بل پلو طالب چارواکي وايي، په مزارشریف ښار کې یې د اهل‌تشیع پر جومات د پروني برید طراح نیولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن مشال راډیو ته وویل، یاد کس په دې ولایت کې د داعش مسوول او د دې بریدونو طراح وو.

ده وویل، "د دې بریدونو د تعقیب په موخه استخباراتي ځواکونه وتوانېدل چې د پېښو طراح چې د داعش ډلې مسوول هم ونیسي. دی په تېر کې په بلخ او اوسنیو عملیاتو تر شاه و چې د ملکي خلکو خصوصا زموږ د اهل‌تشیع هېوادوالو ترمنځ یې چاودنه وکړه. په دې پېښه کې نور ښکېل کسان تر څارنې لاندې دي. "

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې نیول شوی کس عبدالحمید سنګریار نومېږي او د دوی په وینا، وړاندې د دې ولایت لپاره د داعش والي و او په دې ولایت کې یې په ګڼو ترهګریزو پېښو کې لاس درلود.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مزارشریف پر جومات په برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اپرېل پر ۲۱مه په کندوز، ننګرهار او کابل کې هم بمي بریدونه وشول چې پکې لږترلږه اته کسان ووژل شول او د ماشومانو په ګډون لسګونه تنه ټپیان دي. د هغو حملو مسوولیت چا نه دی منلی.

ملګرو ملتونو، امریکا او پاکستان په افغانستان کې د پنجشنبې (زیارت) د ورځې د حملو غندنه کړې او پکې یې پر مرګ ژوبله خواشیني ښوولې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) پرونۍ حملې غندلې دي. یوناما تېر ماښام پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې پر ولسي وګړو وروستي بریدونه د اندېښنې وړ دي.

په عین وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د حملو غندنه کړې. د وزارت ویاند نېډ پرایس د اپرېل پر ۲۱مه شپې مهال په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، هېواد یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو "زښت اندېښمن" کړی دی.

نوموړي غوښتنه وکړه چې په حملو کې ککړ کسان باید باید "د قانون منګولو ته وسپارل" شي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د مزارشریف پر جومات حمله غندلې. نوموړي پرون پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې "د روژې په مبارکه میاشت کې د تاوتریخوالي د دې ناوړه اقدام عاملین د افغانستان او اسلام دښمنان دي."

د طالبانو حکومت وايي، د ناامنیو د مخنیوي هڅې کوي او زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې یې د داعش ډلې پرضد اقدامات کړي دي.

دا پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د اپرېل پر ۱۹مه د کابل په دشت برچي سيمه کې دوو ښونځیو ته څېرمه په بمي چاودونو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او ۲۰ ټپیان شول.

د کابل پر تعلیمي مرکزونو تر ټولو خونړی برید په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر واکمنۍ نېږدې درې میاشتې مخکې شوی وو. په هغه حمله کې لږ تر لږه ۸۵ کسان، چې اکثره يې نجونه وې، وژل شوي او لسګونه نور زخميان ول.