خیبر پښتونخوا کې د یوې ډوډۍ بیه ۲۰ روپۍ ته لوړه شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا نانوایانو د اوړو د بیو زیاتېدو له وجې د یوې ډوډۍ نرخ له ۱۰ روپۍ څخه ۲۰ روپیو ته لوړ کړی دی. د نانوایانو د ټولنې مشر وايي، یوازې اوړه نه بلکې ګیس، برېښنا او د ټرانسپورټ لګښتونه هم زیات شوي دي. د اوړو کاروباریان وايي، په خیبر پښتونخوا کې زیات غنم نه پیدا کېږي نو ځکه اړ دي چې له پنجاب او سینده یې درامد کړي چې له کبله یې د اوړو بیه د نورو صوبو پرتله زیاته ده. د پاکستان حکومت وايي، د ګرانۍ کنټرولولو هڅه کوي. د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د اکتوبر پر ۱۷مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل حکومت د اقتصاد د ښه کولو هڅې کوي. ویډیويي رپورټ.