د پاکستان وزیراعظم عمران خان په جلال اباد کې د پاکستانیو ویزو ترلاسه کولو پر مهال په ټېل ماټېل کې د خلکو پر مرګ-ژوبله خپګان ښوولی دی.
نوموړي د اکتوبر ۲۱مې پر ماخوستن پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې د "افغانانو دردوونکې مړینې ژور خپګان" وررسولی دی، له ټولو کورنیو سره خواخوږي ښيي او د "ژوبلو د ژر رغېدو دوعا" کوي.
نوموړي دا بیان تر هغو څو ساعتونه وروسته خپور کړی چې سهار مهال زرګونه کسان د ننګرهار د مرکز جلال اباد د فوټبال په لوبغالي کې د پاکستان ویزې ټوکنونو ترلاسه کولو لپاره ورغونډ شوي ول چې د ټېل ماټېل پېښه وشوه او پکې د ۱۱ ښځو په ګډون ۱۵ کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول.
جلال آباد میں بھگدڑ کے نتیجے میں پاکستان کا ویزہ حاصل کرنےکےخواہاں افغان شہریوں کی دردناک اموات پر گہرا رنج پہنچا۔ میری تمام دعائیں اور ہمدردیاں متاثرہ خاندانوں کے ساتھ ہیں اور میں زخمیوں کی جلد شفایابی کیلئے دعاگو ہوں۔
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) October 21, 2020
د ننګرهار ولایت سکتوري رييس او د پاکستان د وېزې د تر لاسه کولو د اسانچارې کمېټې مشر فضل الربي همیم مشال راډيو ته وویل: "څومره خلک چې دلته راغلي ول، موږ له ټولو پاسپورټونه اخيستل، هېڅوک نه پاتې کېدل، خو ټولو ازدهام راوړ، جالۍ يې ماتې کړې."
په عین وخت کې په کابل کې د پاکستان سفارت هم په یوه بیان کې د پېښې ښکار شویو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې ده.
د سږني کال د مارچ میاشتې په نیمايي کې چې د کورونا وایرس وبا خپرېدو له امله پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې تړلې وې، ورسره د زرګونو هغو کسانو ویزې هم ختمې شوې چې کورونه يې په پاکستان دي او یا یې هم هلته د نورو چارو په تړاو تګ راتګ کولو.
بل د افغانستان ډېر وګړي د درملنې لپاره پاکستان ته ځي او د ویزو د ترلاسه کولو لپاره سلګونه سخت ناروغان هم په ګېنټو ګېنټو انتظار باسي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په شوې پېښه خواشیني څرګنده کړې او له خلکو یې غوښتي چې د نظم په مراعتولو له ګڼې ګوڼې مخنیوی او ډډه وکړي.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې چې په جلال اباد کې د پاکستانۍ ویزو ورکولو چارې پیل شوي، ولایتي ادارې او مدني فعالانو په ګډه د پاکستان له کونسلګرۍ بهر په فوټبال لوبغالي کې د ویزې د تر لاسه کولو لپاره خلکو ته د ټوکنو ورکولو بهیر پیل کړی وو.