امریکا یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی چې ورسره هوکړه وکړي

امریکايي جنګي بېړۍ په عرب سمندرګي کې د انځور اخیستو یو تمرین پر مهال یو ځای شوې دي - د فبرورۍ ۱۵مې انځور.

امریکا یو ځل بیا ایران ته ګواښ کړی چې دا به ورته ښه وي چې له واشنګټن سره یو تړون ته ورسي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کیرولین لیوېټ د فبرورۍ پر ۱۸مه وویل، "ایران به ډېر هوښیار وي که د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره یوه هوکړه وکړي."

دا تر هغې وروسته ده چې فبرورۍ پر ۱۷مه د سوېټزرلینډ (سوېس) په جېنیوا کې د عمان په مینځګړتوب د دواړو هېوادونو د استازو ترمینځ د نامستقیمو خبرو دویم پړاو بې له نتیجې پای ته ورسېد.

لیوېټ خبریالانو ته وویل، په مذاکراتو کې یو څه پرمختګ شوی خو دواړه خواوې لا هم "په ځینو موضوعاتو کې ډېرې سره لېري دي."

په همدې وخت کې ولسمشر ټرمپ، چې د امریکا دوه الوتکې لېږدوونکې بېړۍ او زرګونه سرتېري یې په خلیج سیمه کې ځای پر ځای کړي دي، پر ټولنیزو شبکو خپلې توندې څرګندونې لا زیاتې کړې دي.

نوموړي پر "ټروت سوشل" لیکلي، که ایران هوکړه و نه کړي نو امریکا ښايي اړه شي چې د هند سمندر په چاګوس ټاپوګانو کې هوایي اډه وکاروي او د یوه "ډېر بې ثباته او خطرناکه رژیم د ممکنه برید مخنیوی" وکړي.

امریکايي ولسمشر تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۶مه هم ویلي ول چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د موافقې نه کېدل به پوځي برید ته لاره هواره کړي.

تر هغې وروسته د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د فبرورۍ پر ۱۷مه په تهران کې د خپلو پلویانو غونډې ته په وینا کې د امریکا له لوري پوځي خطر رد کړ. هغه وویل، ایران دا وړتیا لري چې "د کور په دروازه کې" ورته "درول شوې د امریکا جنګي بېړۍ ډوبې" کړي.

نوموړي د ایران توغندیو ته په اشاره ویلي، تر بېړیو خطرناکې هغه وسلې دي چې د سمندرګي تل ته یې رسولای شي.