ملګري ملتونه وایي، هره ورځ زرګونه افغانان پر داسې مهال له ایرانه خپل هېواد ته ستنېږي چې افغانستان د بشري حقونو له "ناسم وضعیت" سره مخامخ دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ویاند چارلي ګوډ لېک د مارچ پر ۱۱مه د هرات په اسلام کلا بندر کې د سویډن له "ټي وي ۴" خبري شبکې سره په مرکه کې وويل چې پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونو کډوال له رواني (روحي يا نفسياتي) ستونزو سره مخامخ کړي او په افغانستان کې یې هم خوندیتوب او حقونه تضمین نه دي.
نوموړي وویل، له ایرانه ستنېدونکو کډوالو ته یوه ستونزه دا ده چې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته له زدکړو بې برخې پاتې کېږي.
هغه زیاته کړه، "دغه کډوال بیرته افغانستان ته د دې لپاره راځي چې خوندي ځای پيدا کړي، خو د افغانستان او پاکستان شخړې ته په کتو، افغانستان هم خوندي نه دی. دغه کډوال په ډېر سخت حالت کې بېرته راستنېږي. په ایران کې بمباریو د دوی رواني حالت له ستونزو سره مخامخ کړی دی. په افغانستان کې هم بشري وضعیت او د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته ډېر سخت دی."
ملګري ملتونه وايي، د روان ۲۰۲۶ز کال له پيله یې له ایرانه څه باندې ۱۲۰،۰۰۰ افغانان هېواد ته د ستنېدو پر مهال پر پوله ثبت کړي دي.
ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت په وار وار د کډوالو له کوربه هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه غوښتي چې د کډوالو ستنېدل د هغوی په خوښه کړي، خو هغو دواړو ګاونډیو هېوادونو له ۲۰۲۳ز کال راهیسې په زور د کډوالو ایستلو ته دوام ورکړی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.
په تېرو کلونو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ تېزه شوې او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، له ۲۰۲۳ز کال راهیسې یې څه باندې ۵،۴ مېلیونه وګړي هېواد ته لېږدولي دي.