په افغانستان کې د کډوالو چارو وزارت وايي چې د فبرورۍ پر ۱۶مه، ۷۲۱ کورنۍ له پاکستان او ايران څخه ورستنې شوې دي.
د وزارت د خبرپاڼې ترمخه، په هغوی کې ۵۶۷ له تورخم له لارې او پاتې یې د سپين بولدک، نیمروز، هلمند او هرات له سرحدي لارو افغانستان ته تللي دي.
پاکستان او ايران له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د افغانانو ایستل پيل او په تېر کال کې یې دا بهیر چټک کړی دی. ملګرو ملتونو ويلي چې له ۲۰۲۱ز کال راهیسې افغانستان ته له پينځو مېليونو څخه زیات کډوال ورغلي دي چې پاکستان او ايران په زور ایستلي دي.