د امریکا ولسمشر په ایران کې پر حکومت ضد احتجاج کوونکو غږ کړی دی چې خپلې مبارزې ته دې دوام ورکړي، او دا چې د هغوی مرستې ورته پر لاره دي.
ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۱۳مه پر ټولنيزې شبکې "ټروت سوشل" لیکلي دي چې د ایران "وطنپال مظاهرچيان" دې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي او د هغه هېواد ادارې دې په خپله ولکه کې واخلي، د وژونکو او تېري کوونکو نومونه دې په یاد ولري ځکه چې هغوی به د دې "بیه پرې کوي."
نوموړي وړاندې لیکلي دي، "ما له ټولو ایراني, چارواکو سره تر هغې خپلې لیدنې ځنډولې دي چې دوی بې معنا وژنې ځنډولې نه وي، مرستې مو پر لاره دي."
ټرمپ دا نه دي لیکلي چې مرستې به څه ډول وي او تر کله پورې به ایرانيو احتجاج کوونکو ته ورسېږي.
بل پلو ايران ويلي دي چې له امریکا سره خبرو او جګړې دواړو ته چمتو دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دا څرګندونې د جنورۍ پر ۱۳مه تر هغې وروسته کړې چې په هغه هېواد کې د مظاهرچیانو پرضد تر حکومتي اقدام وروسته امریکايي ولسمشر تهران ته د پوځی اقدام ګواښ وکړ.
په ایران کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې.
په وروستیو کې په ایران کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوې او د نړیوالو اسعارو پر وړاندې د ایراني تومان ارزښت خورا ټیټ شوی دی.
دا په ۲۰۲۲ز کال کې په ایران کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې له پیل شویو حکومت ضد مظاهرو راهیسې تر ټولو پراخ لاریونونه دي چې چارواکو یې د ځپلو لپاره له ظالمانه ځواکه کار اخیستی دی.
د بشري حقونو یوې ادارې راپور ورکړی دی چې د ايراني حکومت لخوا د لاریونونو په ځپلو کې سلګونه کسان وژل شوي دي.