د تیرا مشران وايي د عملیاتو لپاره په مشروط ډول د کلیو خالي کولو ته تیار دي

د خیبر د بېلابېلو برخو اوسېدونکي تر دې مخکې هم د ناامنۍ او پوځي عملیاتو له وجې بې کوره شوي دي - انځور له ارشیفه.

د خیبر د تیرا ولسي مشران وايي، په سیمه کې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو په موخه له پوځ سره په مشروط ډول د خپلو کورونو خالي کولو ته راضي شوي دي.

د سیمې یو مشر ملک کمالدین اپرېدي د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې د اپرېدیو د ټولو خېلونو او ټبرونو د مشرانو او استازو ۲۴ کسیزې کمېټۍ د ډېسېمبر پر ۱۱مه هلته د پاکستاني پوځ ۲۷م برېګېډ له افسرانو سره ولیدل.

دی وايي، مشران له پوځي چارواکو سره سلا شول چې د لنډې مودې لپاره به خپل کلي خالي کړي.

ده وویل پوځي چارواکو ته یې په لیکلې بڼه یا تحریري غوښتنې ورکړې دي او که هغه ومني نو له تیرا به کډې وکړي.

اپرېدی وايي، چارواکو یې غوښتنې واخیستې او ورته یې وویل چې ژر به یې ورځواب کړي.

نوموړي له پوځه د کړیو غوښتنو په اړه وویل چې حکومت به "هرې کورنۍ" ته د کډې لېږدولو لپاره پیسې ورکوي او "د ټرانسپورټ په ګډون به د ژوند ټولې اسانتیاوې ورته برابروي.

دی وايي، "که په دې عملیاتو کې" د تیرا د اوسېدونکو "کورونو ته زیان ورسېد" نو حکومت به یې پوره تاوان ورکوي چې کله سیمه له "وسلوالو پاکه وګرځول شي نو پر مېډيا به یې اعلان کوي."

اپرېدي وویل، د مشرانو کمېټي تیاره ده چې تر یو کال پورې خپله سیمه پرېږدي او بیا به یې پوځ خپلو کورونو ته ستنوي.

ده زیاته کړه چې حکومت به ورسره پر سرکاري سټامپ پېپر لیکلې ژمنه کوي چې تر دې وروسته به بیا په تیرا کې پوځي عملیات نه کېږي او هلته به امن کمېټۍ له منځه وړي او د امنیت ذمه واري به ریاست په خپله پوره کوي.

له باړې څخه د بې کوره کورنۍ یوه ماشومه په ګاډي کې ناسته ده - د ۲۰۱۴ز کال د نومبر ۱۴مې انځور.

د خیبر انتظامي او پوځي چارواکو لا د تیرا د قومي مخورو د کمېټۍ مشر څرګندونو په غبرګون کې رسماً څه نه دي ویلي، خو په خیبر کې د پاکستان ملېشې ځواک او پوځي چارواکو په تېرو یوشمېر جرګو کې پر ځایي ولس غږ کړی چې تیرا دره دې د لنډې مودې لپاره خالي کړي چې پکې "د وسلوالو پرضد موثره عملیات" وکړای شي.

تر دې مخکې ځايي ولس په بیا بیا ټینګار کړی وو چې نور د بې کورۍ ژوند ته تیار نه دي او حکومت دې د دې مسلې د هواري لپاره پر څه متبادله لاره غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې په تیرا او باړه کې ولسي او سیاسي مشرانو دعوه وکړه چې په سیمه کې حکومتي عملداري خورا کمزورې شوې او وسلوال له خلکو عشر اخلي.

هغوی د نومبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په سیمه کې د وسلوالو خلاف د پوځي کارروايۍ پر مهال د عامو ابادیو په نخښه کېدو هم ځايي ولس د وېرې ښکار کړی دی.

د باړې سیاسي اتحاد یو مشر واحد اپرېدي وايي، د وسلوالو فعالیت دومره زیات شوی چې په تیرا کې د "حکومت رټ (واک یا عملداري) مکمل ختم شوی" دی او د باړې په یوشمېر سیمو کې خلک خپلې مسلې د عدالتونو پر ځای وسلوالو "طالبانو" ته وړي او هغوی یې په "جرګو، مرکو" کې ورهواروي.

نوموړي وویل، که د خلکو زړه وي او که نه خو "طالبان" په تیرا کې په پراخه کچه پر فصلونو "له خلکو عشر" ټولوي.

واحد اپرېدي پوښتنه وکړه چې په یو سیمه کې د "طالبانو عدالتونه لګېدلي" وي او له خلکو عشر ټولېږي نو بیا څوک څنګه ویلای شي چې هلته ریاستي عملداري شته؟

په تیرا کې یو سرتېری تر برید وروسته له زیانمنو پوځي ګاډو سره ولاړ دی - انځور له ارشیفه.

خو د خیبر ضلعې پولیسو د سیمې د ولسي مشرانو رد کړې وې او ټینګار یې کړی وو چې په میداني سیمو کې د حکومت عملداري پر ځای ده، پولیسو په ضلع کې "کلک امنیتي اقدامات" کړي او د پوځ سرتېري د تیرا په غرییزو سیمو کې پراته دي او د وسلوالو ضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

البته تر دې وړاندې هم د خیبر سیاسي او قبایلي مشرانو په خپلو سیمو کې د وسلوالو د فعالیت پر ضد غږ پورته کړی دی او جرګې، لاریونه او د امن پاڅون په نامه پراخې ولسي غونډې کړې دي.

ځايي مشران وايي، وسلوالو په وروستیو کې ورسره ژمنه کړې وه چې له کلیو څخه به امنیتي ځواکونه نه په نخښه کوي.

د دوی په وینا، وسلوالو بیا د دې ژمنو سرغړونه کړې او پوځ هم د هغه په غبرګون کې د عام ولس رهایشي سیمې په نخښه کړې دي.

اخوا صوبايي حکومت او پوځ دواړه په پرله پسې توګه وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی چې پر مهال یې د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي او زیاتوي چې د سیمې امنیت ته ژمن دي.