په خیبر کې له وسلوالو سره نښته کې ۱ سرتېری وژل شوی دی

امنیتي سرتېري په باړه کې د پولیسو له یوې پوستې تېرېږي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په خيبر ضلع کې له وسلوالو سره په نښته کې يو سرتېری وژل وژل شوی او دوه ژوبل دي.

په خیبر کې د سرحدي ځواک یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې د مارچ پر ۲۰مه غرمه مهال د باړې په برقمبرخېلو کې د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمينځ په نښته کې د اېف سي ځواک یو صوبېدار ووژل شو او یو مېجر او يو سپاهي ژوبل شول.

نوموړي زياته کړه چې دا پېښه په برقمبر خېلو کې د وسلوالو د لټون عملیاتو پر مهال شوې ده.

کومې وسلوالې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې یوه ورځ مخکې د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې په وسلوال برید کې دوه سرتېري وژل شوي او دوه ژوبل شوي ول. د مارچ پر ۱۸مه شپې مهال وسلوالو د هغې ضلعې په تپي کې وسلوالو په اعتکاف ناست یو ځوان وواژه.

د هغو حملو ذمه واري هم چا نه وه منلې.

له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د شمالي وزيرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

د خيبر پښتونخوا اوسېدونکو هلته د ناامنيو پر ضد وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي.

اخوا حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.