د سیند حکومت وايي د انټرنېټي جرمونو په تړاو یې د ۱۵ چینایانو په ګډون ۳۴ تنه نیولي دي

د سیند د کورنیو چارو وزیر ضیا الحسن لنجار (کیڼ لوري ته) د ډېسېمبر پر ۲۵مه په کراچۍ کې د انټرنېټي جرمونو د پلټنو ملي ادارې له رییس طارق نواز سره خبري غونډې ته وینا کوي.

د سیند صوبې چارواکي وايي، په تېره يوه اونۍ کې یې د انټرنېټي جرمونو په تور ۳۴ کسان نیولي چې ورڅخه یې ۱۵ چینایان او نور پاکستانیان دي.

د سیند د کورنیو چارو وزیر ضیا الحسن لنجار د ډېسېمبر پر ۲۵مه په کراچۍ کې د انټرنېټي جرمونو د پلټنو ملي ادارې له یو رییس طارق نواز سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې هغو کسانو د ټېلېګرام له لارې خلک د پانګونې په نوم دوکه کول.

دی وايي، د چارواکو پلټنې ښيي چې تورنو کسانو د ټېلېفون ناقانونه مرکزونو (کال سېنټرونو)، پرلیکه یا انلاین غولونې، جعلي پانګونې او مالي دوکو له لارې له خلکو څخه شاوخوا ۶۰ مېلیونه امریکايي ډالر ترلاسه کړي چې بیا نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

لنجار وویل، له تورنو څخه یې ۱۰،۰۰۰ سېم کارډونه هم ترلاسه کړي دي.

نوموړي وویل، هغه چینايي وګړي په ویزو پاکستان ته تللي ول او په قانوني ډول هلته مېشت ول.

هغه زیاته کړه چې بیجنګ ته به وايي چې پر خپلو وګړو نظر وساتي.

چین لا په کراچۍ کې د هغو ګرفتاریو په اړه څه نه دي ویلي.

د سیند د کورنیو چارو وزیر دا خبري غونډه تر هغې څو ورځې وروسته کړې چې تېره اونۍ سیندي چارواکو وویل، په کراچۍ کې یې پر انټرنېټ د جعلي کاروبارونو په تور د ۱۲ چینایانو په شمول ۱۷ تنه نیولي دي.