شهباز شریف "د سولې بورډ" په ناسته کې د ګډون لپاره امریکا ته ځي

پاکستانی وزیراعظم شهباز شریف (ښي لوري ته) په مصر کې د یوې غونډې پر مهال خبرې کوي او ورسره امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ولاړ دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې وزيراعظم شهباز شريف راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته سفر لري چې هلته د غزې تړانګې "د سولې بورډ" په لومړۍ غونډه کې ګډون وکړي.

د وزارت ویاند طاهر اندرابي د فېبرورۍ پر ۱۲مه په اسلام‌اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د فېبرورۍ ۱۹مې غونډه امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ پلان کړې ده.

نوموړي وويل چې له وزيراعظم سره د هغه مرستیال او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار هم واشنګټن ته ځي.

رويټرز اژانس وايي چې ځينې هېوادونه د دې بورډ د غړيتوب په اړه احتياط کوي او کارپوهان اندېښنه لري چې ښايي دا جوړښت د ملګرو ملتونو رول کمزوری کړي. خو امريکا وايي چې تر اوسه تر ۲۰ زيات هېوادونه ورسره په بورډ کې یوځای شوي دي.

د ولسمشر ټرمپ "د غزې د پلان" له مخې، هغه بورډ به د غزې د لنډمهالې ادارې څارنه کوي خو نوموړي وروسته اعلان وکړ چې دا بورډ به د نړيوالو شخړو د حل لپاره هم پراخوي.

اسلام‌اباد مخکې ويلي چې د دې بورډ غړيتوب د غزې د پلان د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د چوکاټ برخه ده.

اندرابي په خبرو کې زياته کړه چې اسلام اباد په ښه نيت په هغه بورډ چې "د اتو اسلامي عربي هېوادونو ګډ غږ دی" ورګډ شوی دی.