د پاکستان په ګډون ۸ اسلامي هېوادونو د الاقصا جومات تړل غندلي دي

اسراييلي سرتېري د الاقصا جومات د کنټرول لپاره ځای پر ځای کېږي ـ انځور له ارشيفه

پاکستان او یوشمېر نورو اسلامي هېوادونو په بیت المقدس کې د الاقصا جومات تړل "غندلي" دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي پاکستان، مصر، اردن، متحده عربي اماراتو، انډونيزیا (انډونیشیا)، ترکیې، قطر او سعودي عرب د اسراییليو چارواکو له خوا په روژه کې د الاقصا جومات د دروازو د تړلو غندنه کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د بیت المقدس په زاړه ښار او پکې موجودو عبادتځایونو ته د خلکو پر ورتګ "په یو طرفه ډول" بندیزونه لګول "د بشري حقونو او د نړیوالو قوانینو سرغړونه" ده.

په بيان کې له اسراییله غوښتنه شوې ده چې الاقصا جومات ته دې د خلکو پر ورتګ لګولی بندیز "سمدستي" ليرې کړي.

اسراييلو لا د هغو اسلامي هېوادونو غوښتنې ته ځواب نه دی ويلي. خو اسراییلیو ځواکونو له ایران سره د روانې جګړې له وجې د بیت المقدس په زاړه ښار کې پر عبادت کوونکو هغه محدودیتونه د "امنیتي" اقداماتو په نوم یاد کړي دي.

امریکا او اسرايیليو د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران پراخ هوايي بریدونه پيل کړل.

بلخوا ايران پر اسراييلو د ځوابي بريدونو تر څنګ په خلیجي هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونو ته دوام ورکړی دی.