مشال راډیو تر ۱۶ کلن فعالیت وروسته وتړل شوه

مشال راډیو په ۲۰۱۰ز کال کې خپرونې پیل کړې وې.

مشال راډیو د سختو مالي شرایطو او وضعیت له وجې د ۲۰۲۶ز کال د مارچ له ۳۱مې څخه خپلې راډیويي خپرونې، ووبپاڼه، د ټولنیزو شبکو پاڼې او وټس ایپ وتړل.

مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا د بلوچستان پښتون مېشتو سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشتو ولایتونو ولسونو ته د کره، بې طرفه معلوماتو او شننو وړاندې کولو په موخه خپرونې پیل کړې.

پر ۲۰۱۸ز کال چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې نو د مشال راډیو د خبریالۍ ساحه هم پراخه شوه.

مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه وه چې مرکزي دفتر یې د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی.

مشال راډیو یوه خپلواکه خبري اداره وه چې د نړيوالو رسنيو لپاره د امريکايي ادارې (يونايټېډ سټېټس اېجنسي فار ګلوبل ميډيا - یو اېس اې جي اېم) له لارې امریکايي کانګرس تمویلوله.

مشال راډیو د خبریالۍ له نړیوالو منل شویو اصولو سره سم، د خپلو اورېدونکو، لوستونکو او لیدونکو لپاره پر واقعیتونو ولاړ، بې پرې او مسلکي خپرونې وکړې.

په تېرو ۱۶ کلونو کې مشال د اورېدونکو، لوستونکو او لیدونکو یوه پیاوړې او وفاداره ټولنه جوړه کړه. دا د "بې غږه خلکو د اواز" په نوم پېژندل شوې ځکه چې د خلکو بنسټیزې مسلې یې جوتولې او د پاکستان د واکدارانو پام یې وراړاوه.

موږ د دې سفر په اوږدو کې د خپلو ټولو اورېدونکو، لوستونکو او لیدونکو د زړه له تله مننه کوو.

موږ زښت خواشیني یو چې پر دې پاڼه د مشال راډیو د خپرونو او ټولنیزو شبکو د پاڼو د بندولو اعلان خپروو.

مشال راډیو خپلو ټولو اورېدونکو او د ووبپاڼې او ټولنیزو شبکو د پاڼو لیدونکو او لوستونکو ته نېکې هیلې وړاندې کوي.

له ننه به د مشال راډیو ووبپاڼه ارشیف وي او ورباندې به ټول مطالب خوندي وي.

په مخه مو ښه.