بنګلادېش کې د پروسږنیو مظاهرو د یو مهم مشر تر مړینې وروسته مظاهرې شوې دي

په ډاکه کې پارېدلو کسانو د پروتم الو ورځپاڼې دفتر وسوځاوه - د ډېسېمبر ۱۹مې انځور.

د بنګلادېش په پلازمېنه ډاکه کې د پروسږنیو حکومت ضد مظاهرو د یو مهم مشر تر مړینې وروسته مظاهرې شوې دي.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه د مظاهرو ګډونوالو د ۳۲ کلن شریف عثمان هادي د وژونکو عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

رویټرز او فرانس پرېس اژانسونه وايي، هادي د ۲۰۲۴ز کال په اوړي کې د پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینې واجد د واک په ختمولو کې مهم رول لوبولی وو.

هغه د ۲۰۲۶ز کال په فبرورۍ کې کېدونکو پارلېماني انتخاباتو ته خپلواک نوماند هم وو.

اژانسونه د پولیسو په حواله وايي چې پټ مخو وسلوالو د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ډاکه کې له یو جوماته د وتلو پر مهال پر هادي برید کړی وو. هغه د درملنې لپاره سېنګاپور ته ولېږدول شو خو د ډېسېمبر پر ۱۸مه یې سا ورکړه.

د هغه د مړینې خبر د جمعې پر سهار خپور شو چې ورسره سم په ډاکه کې ودانیو ته د اور اچولو لږ تر لږه درې پېښې شوې دي. د اوروژنې او ملکي دفاع ادارې ویاند وايي، هلته پارېدلو خلکو د ډېلي سټار او پروتوم الو په نوم د ورځپاڼو ودانیو ته، چې کارکوونکي یې دننه بند پاتې ول، اور واچاوه او و یې سوځولې.

په ډاکه کې د ډېلې سټار ورځپاڼې په ودانۍ اور بل دی، په وره کې یې یوشمېر کسان ولاړ دي - د ډېسېمبر ۱۹مې انځور.

هغه دواړه ورځپاڼې د هېواد له تر ټولو لویو رسنیو څخه دي، خو مظاهرچیانو تور پورې کړ چې په ګاونډي هند پورې تړاو لري. هند پخوانۍ وزیراعظمې واجد ته پناه ورکړې ده.

اژانسونه وايي، د ډاکې ښار په بېلابېلو برخو کې د مظاهرچیانو او پولیسو ترمینځ اخ و ډب هم شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې هادي چا او ولې وژلی دی.

د بنګلادېش د حکومت لنډمهالي مشر محمد یونس د نوموړي پر وژنه یو ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.

په بنګلادېش کې تېره میاشت د پخوانۍ وزیراعظمې په اړه د مقدمې تر پرېکړې اورولو مخکې هم مظاهرې شوې وې.

ته د مرګ سزا اورولو پرېکړې ضد هم پراخې مظاهرې شوې وې.

په ډاکه کې د نړیوالو جنایتونو جرګګۍ په نوم ځانګړي عدالت د نومبر پر ۱۷مه د حسینې واجد په غیاب کې د پرېکړې اورولو پر مهال وویل چې هغې د زده کوونکو پاڅون خلاف د خونړۍ کارروایي امر کړی وو او ورته یې د مرګ سزا واوروله. خو واجد هغه پرېکړه سیاسي بللې وه.

شیخ حسینې واجد تېر کال په جولای کې په پلازمېنې ډاکې او نورو ښارونو کې د زده کوونکو په مشرۍ تر خونړیو مظاهرو او تاوتریخوالي وروسته د اګست په پيل کې استعفا ورکړه او هند ته ولاړله.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په هغه تاوتریخوالي کې شاوخوا ۱،۴۰۰ کسان وژل شوي ول.