د خیبر پښتونخوا د کورمې خلکو په پېښور کې د مظاهرې پر مهال له حکومته غوښتنه کړې چې د هغوی په سیمه کې دې امنیت ټینګ کړل شي او روان پوځي عملیات دې بند کړل شي.
د کورمې لسګونو کسانو د جنورۍ پر ۲۰مه په پېښور کې د خبريالانو مرکز مخې ته د مظاهرې پر مهال د امن په حق کې او د پوځي عملیاتو خلاف شعارونه ورکول او بینرونه یې پورته کړي ول.
هغوی د جګړې له وجې له اغېزمنو شویو کورنیو سره د مرستو او د هغوی د بحالۍ غوښتنه هم کوله. دوی دا غوښتنه هم کوله چې د هغوی سیمه دې له وسلوالو پاکه کړل شي او بې کوره شوي خلک دې ژر تر ژره خپلو کورونو ته ستانه کړل شي.
د کورمې د علي شېرزو یو مشر مولانا شاه نواز خان د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې که حکومت یې په غوښتنو غور ونه وکړ نو پرلت به پیلوي او احتجاج به پراخوي.
نوموړي زياته کړه، "حکومت دې زموږ سره همغسې مرستې وکړي لکه د نورو ضلعو له اغېزمنو شویو کسانو سره یې چې کړې دي، د جنګ له وجې چې د نورو ضلعو کسانو ته کومه معاوضه ورکول کېږي، هغه دې موږ ته هم راکړل شي، که داسې ونه شي، همداسې به احتجاج کوو او پرلت به غځوو."
د کورمې د علي شېرزو يو بل اوسېدونکی عمر ګل وايي، په سیمه کې یې پوځ عملیات کول، ځکه نوموړي د مجبورۍ له امله کډه وکړه او په پېښور کې يې استوګنه پیل کړه. هغه د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، "له مجبورۍ مو کډې وکړې ځکه چې پر کورونو مو مارټر ګولې (د هاوان مرمۍ) ورېدې، ماشومان، ښځې او سړي ټول په تکلیف وو."
اخوا د منګلو سید محمد وايي حکومت دې په کورمه کې امنیت په داسې توګه ټینګ کړي چې خلک ورسره په عذاب نه شي. "حکومت باید داسې اقدامات وکړي چې خلک په تکلیف نه شي، امن قایم شي او خلک د حکومت ملاتړ شروع کړي. په عملیاتو کې خو سکولونه بند شي، شځو ته تکلیف وي او خلکو ته کډه کول وي. داسې عملیات نه کامیابېږي چې خلک پکې په تکلیف شي."
د اورکزو خلکو تر دې وړاندې هم په سیمه کې د پوځي عملیاتو خلاف مظاهرې کړې دي. د کورمې لسګونو کسانو د جنورۍ پر نهمه هم په پېښور کې ورته مظاهره کې له حکومته د عملیاتو د ودرولو او له خلکو سره د مرستو غوښتنه کړې وه.
د پاکستان پوځ د کورمې د اوسېدونکو د غوښتنو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي د جنورۍ پر ۱۸مه د کورمې له مشرانو سره په خبرو کې ویلي ول چې حکومت به د کورمې له بې ځایه شویو خلکو سره هم د خیبر د تیرا سیمې د کډوالو په شان مرسته کوي.
په مينځنۍ کورمه کې له تېرو درو میاشتو راهیسې د وسلوالو ډلو خلاف د پاکستان د پوځ عملیات روان دي. دا عملیات د ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر پر اوومه په منځنۍ کورمه کې د پاکستان د پوځ پر یوې قافلې د وسلوالو له بریده وروسته پیل شوي ول.
د پاکستان امنیتي او انتظامي چارواکو د ډېسېمبر پر ۲۲مه په سده کې د مسوزیو، زهمشت او علي شېرزیو له مشرانو سره ولیدل او ورته یې وویل چې د هغو سیمو په ۴۴ کلیو کې یې د وسلوالو پر ضد د پوځي عملیاتو پرېکړه کړې نو ځکه دې خلک په یوه ورځ کې کورونه پرېږدي.
د حکومت له هغې غوښتنې وروسته د مسیزو مشرانو د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر ۲۸مه وویل چې هیڅوک به هم د چارواکو په امر د پوځي عملیاتو لپاره سیمه نه پرېږدي. مشرانو هغه مهال په ډوګر کې د کړې غونډې پر مهال دا هم ویلي ول چې که چا سیمه پرېښوه نو هغوی به نه یوازې ۶۰ لاکه روپۍ جرمانه ورکوي بلکې کورونه به یې هم سوځول کېږي.
خو د کورمې د انتظامیې یوه چارواکي د نوم نه شوولو په شرط د جنورۍ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې د منځنۍ کورمې د علي شېرزو، مسوزو او زهمشت سیمې د ۴۴ کلو خلک باید خپل کورونه پرېږدي ځکه چې که داسې ونه کړي نو د پوځ د عملیاتو پر مهال دا وېره شته چې دوی ته به هم د سر او مال زیانونه واوړي. دغه چارواکي دا هم وویل چې د منځنۍ کورمې له مشرانو سره یې خبرې کړې دي او ځینې یې دې ته رضا شوي دی چې کډې وکړي. د نوموړي په وینا حکومت به د کورونو پرېښودونکو خلکو سره مرستې هم کوي.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.