د منځنۍ کورمې خلکو د پوځي عملیاتو خلاف مظاهره کړې ده

د کورمې خلک پېښور کې مظاهره کوي - د جنورۍ نهمې انځور

د منځنۍ کورمې خلکو هلته د روانو پوځي عملیاتو خلاف په پېښور کې احتجاج کړی دی.

د کورمې خلک د جنورۍ پر نهمه د پېښور پرېس کلب مخې ته سره راټول شوي وو او د پوځي عملیاتو خلاف یې شعارونه ورکول.

په احتجاج کې شامل رفیع الله څمکني مشال راډیو ته وویل، له حکومته یې غوښتنه دا ده چې په منځنۍ کورمه کې دې په مستقل او دایمي ډول امنیت ټینګ کړي، له اغېزمنو شویو سره دې مرستې وکړي، بې کوره کړل شوي خلک دې خپلو مېنو ته واپس کړي او د خلکو د روزګار غم دې وخوري.

په منځنۍ کورمه کې له تېرو درو میاشتو راهیسې د وسلوالو ډلو خلاف د پاکستان د پوځ عملیات روان دي. دا عملیات د اکتوبر پر اوومه په منځنۍ کورمه کې د پاکستان د پوځ پر یوې قافلې د وسلوالو له بریده وروسته پیل شوي ول. په هغه برید کې د پوځ ۱۴ سرتېري او دوه افسران وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ هغه مهال دا ادعا هم کړې وه چې په ځوابي کارروایۍ کې یې ۱۹ وسلوال هم وژلي دي.

د پاکستان امنیتي او انتظامي چارواکو د ډېسېمبر پر ۲۲مه په سده کې د مسوزیو، زهمشت او علي شېرزیو له مشرانو سره ولیدل او ورته یې وویل چې د هغو سیمو په ۴۴ کلیو کې یې د وسلوالو پر ضد د پوځي عملیاتو پرېکړه کړې نو ځکه دې خلک په یوه ورځ کې کورونه پرېږدي.

د حکومت له هغې غوښتنې وروسته د مسیزو مشرانو د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر ۲۸مه وویل چې هیڅوک به هم د چارواکو په امر د پوځي عملیاتو لپاره سیمه نه پرېږدي. مشرانو هغه مهال په ډوګر کې د کړې غونډې پر مهال دا هم ویلي ول چې که چا سیمه پرېښوه نو هغوی به نه یوازې ۶۰ لاکه روپۍ جرمانه ورکوي بلکې کورونه به یې هم سوځول کېږي.

خو د کورمې د انتظامیې یوه چارواکي د نوم نه شوولو په شرط د جنورۍ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې د منځنۍ کورمې د علي شېرزو، مسوزو او زهمشت سیمې د ۴۴ کلو خلک باید خپل کورونه پرېږدي ځکه چې که داسې ونه کړي نو د پوځ د عملیاتو پر مهال دا وېره شته چې دوی ته به هم د سر او مال زیانونه واوړي. دغه چارواکي دا هم وویل چې د منځنۍ کورمې له مشرانو سره یې خبرې کړې دي او ځینې یې دې ته رضا شوي دی چې کډې وکړي. د نوموړي په وینا حکومت به د کورونو پرېښودونکو خلکو سره مرستې هم کوي.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.