پاکستان وايي تر هغو چې طالبانو د "ترهګرو" د ورتګ مخه نه وي نیولې له افغانستان سره لارې نه پرانیزي

له افغانستان سره د لارو بندېدو له وجې د خیبر پر دره تورخم ته تلونکې ګڼې مال لېږدوونکې لارۍ ولاړې دي - د اکتوبر ۱۵مې انځور.

پاکستان وايي، تر هغو چې د طالبانو حکومت یې خاورې ته "د ترهګرو د داخلېدو مخنیوي پوخ ډاډ نه وي ورکړی" له افغانستان سره د سوداګرۍ او تګ راتګ لارې تړلې ساتي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د ډېسېمبر پر پینځمه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال تور پورې کړ چې "ستونزه یوازې د پاکستاني يا افغان طالبانو نه ده بلکې عام افغان وګړي هم په پاکستان کې په جدي جرمونو کې ښکېل دي."

خو د طالبانو حکومت لا د اندرابي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي د نومبر پر ۱۸مه ویلي ول چې اسلام اباد "کډوال د سیاسي اهدافو لپاره" کاروي داسې باید و نه شي.

د پاکستان حکومتي چارواکو تر دې مخکې هم په "ترهګرۍ" کې او جرمونو کې د افغانانو د ککړتیا دعوې کړې دي خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو حکومتي کمېشنر عباس خان د ۲۰۲۴ز کال په جون کې له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی وو چې افغان کډوال په پاکستان کې په ناامنۍ کې ککړ نه دي.

اندرابي وویل، حکومت پوله یوازې د "خپل خوندیتوب" لپاره تړلې ده ځکه نه غواړي چې "وګړي یې د ترهګرۍ هدف شي."

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې پاکستان د افغانستان له خلکو سره هېڅ ستونزه نه لري بلکې هغوی یې "وروڼه او خویندې دي" او دا چې "د پولې تړل د امنیتي ستونزو له امله دي."

اندرابي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې اسلام اباد په وروستیو کې پر بشري اساس د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستو د لېږد اجازه ورکړه.

د پاکستان د سوداګرۍ چارو وزارت د ډېسېمبر پر لومړۍ یوه رسمي خبرتیا (نوټیفیکېشن) کې، چې د ډېسېمبر پر څلورمه رسنیزه شوه، ویلي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) او د ملګرو ملتونو د نفوس یا ابادۍ چارو ادارې ته افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد اجازه ورکوي. خبرتیا زیاتوي، هغه ادارې به په درو پړاوونو کې خوراکي توکي، درمل او تعلیمي سامانونه افغانستان ته لېږدوي.

د پاکستان تر هغه اعلان څو ساعته وروسته د طالبانو حکومت وویل، چې له پاکستانه د "قوي" ډاډ تر ترلاسه کېدو پورې د سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره لارې نه پرانیزي.

د طالبانو حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد د ډېسېمبر پر څلورمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې دا نه ول ویلي چې ایا د ملګرو ملتونو لاریو ته به افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکوي او که نه، خو دعوه یې کړې چې اسلام اباد هغه لارې "د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه" تړلې دي.

نوموړي په بیان کې زیاته کړې وه چې لارې یوازې هغه وخت بیا پرانیزي چې د طالبانو حکومت "قوي اطمینان" ترلاسه کړی چې هغه لارې به بیا "د سیاسي فشار، غیر قانونې استفادې او د ولسونو د ځورولو" لپاره نه تړل کېږي.

د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت پرمخ وتړل شوې.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعتي چارو وزير نورالدین عزیزي په وروستیو کې د هند د سفر پر مهال وویل، له کراچۍ بندره یې له نړۍ سره تجارت درېدلی نو ځکه بديلې لارې لټوي.

نوموړي د نومبر پر ۲۴مه په نوي دلي کې د خبرو پر مهال زیاته کړه، اوس افغانان د کراچۍ پر ځای د ایران د چابهار بندر، چې د هند په مرسته جوړ شوی، له لارې له نړۍ سره سوداګري پرمخ بیايي.

تر دې مخکې، د نومبر پر ۱۲ په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم له افغان سوداګرو غوښتنه کړې وه چې د پاکستان پر ځای دې پر "بدیلو لارو" سوداګریزې چارې وسنجوي. هغه په پاکستان کې د تجارتي تړونونو لرونکو افغان کاروباریانو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې خپل حسابونه پاک کړي.

په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونو، فعالانو، ټرانسپورټرانو او سوداګرو د لارو له تړل کېدو راهیسې په بیا بیا له اسلام اباده غوښتي خو له افغانستان سره دې سوداګري بیا پیل کړي.

خو اسلام اباد ټینګار کوي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره "په پاکستان کې د خلکو د وژنو د دوام" اجازه نه ورکوي.

پاکستان دعوه کوي چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او هغوی په پاکستان کې حملې کوي.

خو د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ډېسېمبر پر درېیمه په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، له پاکستان سره ښه اړیکي غواړي خو په وینا یې، اسلام اباد "داسې غوښتنې" لري چې پوره کول یې ممکن نه دي.

نوموړي نور وضاحت ور نه کړ خو و یې ویل چې د امنيت په اړه یې د پاکستان د اندېښنو ځوابولو په لړ کې د وزيرستانیو کډوالو کورنۍ ډېورنډ کرښې ته له څېرمو سيمو څخه د افغانستان نورو برخو ته ولېږدولې مګر اسلام اباد "بیا هم مطمين نه شو."

متقي زیاته کړه، پاکستان د پرمختللې ټېکنالوژۍ لرلو او پیاوړتیا دعوې کوي نو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې دې "خپلې سیاسي او امنيتي مسلې خپله حل کړي. پاکستان بايد خپله دفاع په خپله وکړي او دا کار دې له افغانستانه نه غواړي."

داراز، ټي ټي پي هم وايي، وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځای ته اړتیا نه لري.

طالبان پر پاکستان تور پورې کوي چې له هغه ځایه داعش وسلوال افغانستان ته ورځي خو اسلام اباد دا ردوي.