رویت هلال کمېټي: پاکستان کې د اختر میاشت نه ده لیدل شوې

د رویت هلال کمېټۍ مشر مولانا عبدالخبیر ازاد د میاشت لیدو په اړه خبري غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان د میاشت لیدو (رویت هلال) مرکزي کمېټۍ اعلان کړی دی چې په هېواد کې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه د مارچ ۲۱مه به کوچنی اختر لمانځل کېږي.

د مارچ پر ۱۹مه په اسلام اباد کې د رویت هلال مرکزي کمېټۍ د مشر مولانا عبدالخبیر ازاد په مشرۍ غونډه وشوه.

نوموړي وروسته خبري غونډې ته وویل چې د پاکستان له هېڅ سیمې څخه یې د اختر میاشت لیدلو کره شهادت نه دی ترلاسه کړی نو ځکه د مارچ پر ۲۰مه به د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د روژې میاشتې ۳۰مه نېټه وي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د مارچ پر ۱۹مه کوچنی اختر ولمانځل شو.

داراز، سعودي عرب هم د مارچ پر ۱۸مه وویل چې هلته کوچنی اختر د مارچ پر ۲۰مه لمانځل کېږي.