د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شوه

تازه شو
د کندهار په خرقې شریف کې خلکو د مارچ پر ۱۹مه د کوچني اختر لمونځ وکړ.
د کندهار په خرقې شریف کې خلکو د مارچ پر ۱۹مه د کوچني اختر لمونځ وکړ.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې تر اعلان وروسته د مارچ پر ۱۹مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده او په دې لړ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو په لویو او وړو جوماتونو کې خلکو د اختر لمونځ کړی دی.

د افغانستان د سترې محکمې د میاشت لیدو هیت د مارچ پر ۱۸مه په بیان کې وویل چې په "هېلمند، فراه او غور" ولایتونو کې ګڼو خلکو د هجري قمري کال د "شوال المکرم (کوچني اختر) میاشت" ولیده او "شرعي محاکمو ته یې شاهدي" ورکړه چې عالمانو معتبره وبلله نو ځکه یې اختر اعلان کړ.

د طالبانو حکومت د اختر د لمونځ د امنیت لپاره د کابل په ګډون په ولایتي مرکزونو او نورو لویو ښارونو کې ګڼ پولیس او سرتېري ځای پر ځای کړي ول.

دا تر هغې وروسته ده چې سعودي عرب د مارچ پر ۱۸مه وویل چې د هغه هېواد په هېڅ برخه کې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه به اختر د مارچ پر ۲۰مه، چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شوال میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري، لمانځل کېږي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر د لمونځ امامت وکړ او خلکو ته یې وینا وکړه.

هغه په خپله وینا کې د ولس پر یووالي او له حکومت یې د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

اخوندزاده د چا نوم وانخیست خو ظاهراً یې پاکستان ته په اشاره وویل چې "توپ او طیاره" یې نه شي "خرابولای. که یې موږ په توپ او طیاره له مینځه یې وړلای شوای نو امریکایانو به له مینځه وړي وای، شورویانو به له مینځه وړي وای."

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا (لومړي وزیر) ملا محمد حسن اخوند د اختر په مناسبت په خپل بیان کې ویلي دي چې په "سوله ییز ډول" د ستونزو پر هواري باور لري.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو او ټېلېوېژن په خبر کې لیکلي دي چې نوموړي پر هېواد د پاکستان حملې "وغندلې" او زیاته یې کړه چې "د خلکو او هېواد دفاع" یې د حکومت "دیني او وجداني مسوولیت" دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او طالبانو حکومتونو د کوچني اختر په مناسبت لنډمهالی اوربند اعلان کړی دی.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د پاکستان د مياشتې لیدلو مرکزي کمېټۍ د مارچ پر ۱۹مه په اسلام اباد کې غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG