ایرانیو چارواکو د سولې نوبېل انعام ګټونکې نرګس محمدي یو وارې بیا نیولې ده

نرګس محمدي د لسګونو کلونو په بند محکومه ده - پخوانی انځور.

په ناروې کې د نوبېل جایزې کمېټۍ د ایراني پولیسو لخوا د نرګس محمدي نیول غندلي دی او پر حکومت یې غږ کړی دی چې نوموړې دې سره د نورو نیول شویو فعالانو زر تر زره خوشې کړي.

د ناروې د نوبېل انعام کمېټۍ په ۲۰۲۳ز کال کې "په ایران کې پر ښځو د ظلم پر ضد د مبارزې" لپاره نرګس محمدي ته د سولې نوبېل جایزه ورکړې وه.

د نرګس محمدي بنسټ د ډېسېمبر پر ۱۲مه خبر ورکړ چې نوموړې په هماغه ورځ د ایران په ختیځ ښار مشهد کې هغه مهال ونیول شوه چې د ځینو نورو فعالانو په بدرګه یې د بشري حقونو د یو فعال خسرو عليکردي د مړینې د اوومې ورځې په ماتمي غونډه کې ګډون کولو. له هغې سره په نیولو شویو نورو فعالانو کې د سپیده قلیان په نوم یوه بله ایرانۍ فعاله هم ښوول کېږي.

په ناروې کې د نوبېل جایزې کمېټۍ، د نرګس محمدي بنسټ، په فرانسه کې مېشت د نرګس محمدي خاوند تقي رحماني او ګڼو نړېوالو رسنیو لیکلي دي چې ایراني پولیسو د ګرفتارۍ پر مهال له مېرمن محمدي او نورو سره له سختۍ کار اخیستی دی. د نوبېل انعام کمېټۍ د ډېسېمبر پر ۱۲مه په بیان کې د ایران پر حکومت غږ کړی دی چې د نرګس محمدي د ساتل کېدو ځای ځایګی دې معلوم او زر تر زره دې یې باید خوشې کړي.

په ایران کې پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې په یوه غونډه کې راټول شوي ګڼ خلک د حکومت خلاف انتقادي شعارونه ورکوي.

چارواکو وروسته تایید کړه چې څو مدني فعالان نیول شوي دي. د مشهد ښاروال حسن حسیني د ډېسېمبر پر ۱۲مه وویل، د فعالانو نیول کېدل موقتي دي. هغه وویل دا ګام د څارنوالۍ د دفتر په امر اخیستل شوی او لامل یې دا دی چې خلکو د حکومت خلاف شعارونه ورکول. د نوموړي د ادعا له مخې ګرفتارۍ د نرګس محمدي او نورو فعالانو د خوندیتوب د باوري کولو په موخه شوې دي.

۵۳ کلنې نرګس محمدي د تېرې لسیزې ډېره برخه په زندان کې تېره کړې ده. ایراني محکمې نوموړې ته د ۱۳ کلونو او نهو میاشتو د بند سزا اورولې وه خو نوموړې د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د طبي دلایلو له مخې خوشې شوې وه.

د ناروې د نوبېل انعام کمېټۍ چې په ۲۰۲۳ز کال کې نرګس محمدي ته د سولې نوبېل جایزه اعلانوله نو هغه مهال نوموړې په اېوین زندان کې وه. محمدي تر دې مخکې هم څو ځلې زنداني او د لسګونو کلونو په بند محکومه شوې ده.

هغې هغه وخت په زندان کې په ایران کې د مهسا امیني مرګ پرضد د نیول شویو مظاهرچیانو د وضعیت په اړه له رسنیو سره معلومات هم شریک کړي ول.

په ایران کې د حکومت پرضد مظاهرې د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې پیل شوې وې. ۲۲ کلنه مهسا اميني د ایران د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب د قانون د سرغړونې په تور نيولې وه چې وروسته د هغوی په حراست کې مړه شوه.

د هغې کورنۍ وايي چې امیني د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوه خو د ایران حکومت ویلي ول چې هغې د زړه حملې له وجې سا ورکړې وه.

د ايران پر امنيتي ځواکونو د مظاهرو د ځپلو له وجې شديد تنقيد شوی وو چې پکې ويل کېږي تر ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي او ګڼ نور زخميان شوي ول.

د ۲۰۲۳ز کال د مې پر ۱۷مه د ایران عدلیې اعلان وکړ چې ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه يي شاوخوا ۹۰،۰۰۰ احتجاج کوونکي بښلي دي.