د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې یو ځل بیا د هغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي له ټاکلو سره مخالفت ښوولی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۳مه په کابل کې د امیر خان متقي او ضمیر کابلوف تر لیدنې وروسته په بیان کې ویلي دي چې له ملګرو ملتونو سره یې خبرو ته دوام ورکړی دی او د قطر په پلازمېنه دوحه کې د راتلونکې ناستې په اړه به د "کافي وضاحت" تر ترلاسه کولو وروسته خپل دریځ څرګند کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف وکتل. په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو، په دوحه کې د م.م. په نوښت د افغانستان لپاره... pic.twitter.com/BoaeCPxtug
— Hafiz Zia Ahmad (@HafizZiaAhmad) April 23, 2024
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په کوربه توب د افغانستان په اړه وروستۍ غونډه په فبرورۍ کې په دوحه کې شوې وه خو د راتلونکې غونډې نېټه لا معلومه نه ده.
ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د یو نوي استازي پر ټاکلو غور کوي چې له طالب چارواکو سره د نړیوالې ټولنې پر غوښتنو مخامخ خبرې وکړي او د یو همغږي رول ولوبوي.
ګوتېرېش په فبرورۍ کې ویلي ول د دوحې د ناستې ګډونوال د افغانستان لپاره د نوي استازي د ټاکلو لپاره همغږۍ ته نېږدې شوي دي او په دې اړه له طالبانو سره خبرې کوي.
د طالبانو د حکومت چارواکو تر دې مخکې هم د استازي له ګومارنې سره په ښکاره مخالفت څرګند کړی او وايي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) په حضور کې او هم د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام د نوي استازې اړتیا نه شته.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي دي چې ضمیر کابلوف وویل چې د افغانستان په اړه په هر ډول ناسته کې باید د طالبانو هوکړه واخیستل شي.
بیان وايي چې نړۍ باید د رابطو لپاره د څو اړخیزو مېکانېزمونو پر ځای له طالبانو سره د دوه اړخیزه مېکانېزمونو پر اساس اړیکې وپالي.
روسیه او چین چې د طالبانو له حکومت سره نېږدې اړیکې لري، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه دوه دایمي غړي دي چې د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې یې د امنیت شورا پر هغه پرېکړه لیک له رایې ورکولو ډډه وکړه چې پکې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش غوښتنه شوې چې ژر دې د افغانستان، په ځانګړي ډول، د بشري حقونو چارو لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکي.